د لاس رسي وړ اتصالات

ولې په اوو میاشتو کې د افغان پوځ ۷ الوتکې وغورځېدلې؟


په تېرو شاوخوا اوو میاشتو کې د افغانستان اووه څرخي الوتکې غورځېدلي دي
په تېرو شاوخوا اوو میاشتو کې د افغانستان اووه څرخي الوتکې غورځېدلي دي

افغان چارواکي وايي، دا الوتکې د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلي، خو کارپوهان وايي افغان هوايي ځواک زړې الوتکې کاروي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو شاوخوا ۷میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۷پوځي څرخي الوتکې غورځېدلي دي.

په دغو پېښو کې لسکونه پوځیان، پیلوټان، ملکي چارواکي او نور خلک وژل شوي/مړه شوي دي.

په دې لړ کې وروستۍ پېښه د اکتوبر په ۳۱ د فراه د انار درې په ولسوالۍ کې د یوې څرخي الوتکې سقوط و.

په دغې پېښې کې د پوځ د یو قومندان په ګډون ۲۵ تنه مړه شول.

فراه کې د افغان پوځ هلیکوپټر سقوط کړی، ۲۵ تنه وژل شوي

طالبان ادعا کوي چې هغوی د افغان پوځ الوتکې په ډزو راغورځوي، خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې الوتکې د تخنیکي ستونزو له کبله سقوط کوي.

د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ستونزو په اړه ډېر سپیناوی نه ورکوي، نه هم دا ویل کېږي چې د دغه ستونزو د لرې کولو لپاره تر دې دمه څه ډول اقدامات شوي دي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو پخوانی قومندان عتیق الله امرخېل په دې باوردی چې دا الوتکې د تخنیکي ستونزو له کبله نه بلکې د مسلکي او مجربو کسانو د نشتوالي او کموالي له کبله غورځېدلې دي.

ښاغلي امرخېل امریکا غږ ته وویل:

امرخېل: دلته تخنیکي معاینات وجود ن‌لري، اداره وجود ن‌لري، له مسلک سره جفا کېږي
امرخېل: دلته تخنیکي معاینات وجود ن‌لري، اداره وجود ن‌لري، له مسلک سره جفا کېږي

​"که یوه الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېږي، نو باید د هماغې الوتکې د غورځېدو پېښه دقیقه وڅېړل شي چې په آینده کې یې مخه ونیول شي، دلته تخنیکي معاینات وجود ن‌لري، اداره وجود ن‌لري، مسلک سره جفا کېږي، داسې څوک نشته چې دا مسئله وڅېړي چې ولې یوه الوتکه غوځېږي، اصولاً مخکې له پرواز او وروسته له پرواز هره الوتکه چک کېږي او پیلوټ راپور ورکوي، هره الوتکه له ۲۵ ساعتونو پراز وروسته عمومي معاینه کېږي او بیا اخره کې اساسي معلومات کېږي، خو دلته مسلکي کسان نشته، ځکه دا ستونزې پېښېږي."

هغه وايي، ښايي په ځینو پېښو کې طالبان او نور وسله وال دا الوتکې وغورځوي، خو حکومت یې تخنیکي ستونزه بولي، ښاغلی امرخېل وایي، د الوتکو زړښت هم ښايي د هغوی د سقوط یو لامل وي.

امرخېل:دلته تخنیکي معاینات وجود ن‌لري، اداره وجود ن‌لري، مسلک سره جفا کېږي

د افغانستان د دفاع وزارت مني چې دا الوتکې زړې دي، خو وايي چې زړښت یې د غورځېدو یوازنې لامل نه دی.

د وزارت ویاند جاوید احمد غفور امریکا غږ ته وویل:​

"پیلوټان او عمله ورسره بلد دي، الوتکې هم سمې دي، خو افغانستان یو غرنی هېواد دی او په غرنیو سیمو کې ډېر کله موسم ښه نه وي، په ځینو پېښو کې الوتکې له غره سره جنګېدلې او غورځېدلې دي."

په کونړ کې د افغان پوځ یوه غورځېدلې هلیکوپټر
په کونړ کې د افغان پوځ یوه غورځېدلې هلیکوپټر

د افغانستان هوايي پوځ چې یو مهال په سیمه کې ځواکمن بلل کېده د کورنیو جګړو پر مهال له منځه ولاړ.

ډېر شمېر الوتکې په جګړو کې ویجاړې شوې او یو شمېر نورې آن په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادنو ته قاچاق او یوړل شوې.

له تېرو څو کلونو راهیسې چې د امریکا او ناټو په مرسته د افغانستان هوايي ځواک د بیا رامنځته کېدلو او پیاوړتیا هڅې کېږي، یو شمېر زړې روسۍ الوتکې د افغان ځواک د کارونې لپاره پېرېدل شوي دي.

په دغو الوتکو کې څرخي او غیر څرخي الوتکې شاملې دي چې هم د پوځیانو د انتقالاتو او هم د هوايي بریدونو په عملیاتو کې کارول کېږي.

بلک هاک- د افغان هوايي ځواک په عصري کیدو کې مهم پرمختګ

د افغان ځواک بلک هاک هلیکوپترو لومړني عملیات هلمند کې کړي

د بلک هاک جنگي الوتکو افغان پیلوټان وروزل شول

څو میاشتې وړاندې، امریکايي ځواکونو څه باندې لس بلاک هاک څرخي الوتکې هم افغان هوايي ځواک ته وسپارلې او امریکایي چارواکي وایي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغان هوايي ځواک ته ۱۵۹ بلک هاک الوتکې ورکړې.

بلک هاک هلیکوپټرې
بلک هاک هلیکوپټرې

​داسې ښکاري چې نږدې ټولې راغورځېدلې الوتکې روسۍ څرخکې دي او د بلاک هاک او توکانو د راغورځېدو پېښې تر اوسه نه دي ثبت شوي.

د ناټو د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې افغان ځواکونو ۲۰۰۰ هوايي عملیات ترسره کړل.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG