د لاس رسي وړ اتصالات

افغان خبریال احمد هنایش اسلام اباد کې په یو برید کې ټپي شوی


افغان خبریال احمد هنایش
افغان خبریال احمد هنایش

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې یو افغان خبریال احمد هنایش تیره شپه اپریل درییم (وري ۱۵) د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د ناپیژاندو وسله والو په برید کړی سخت ټپي شوی دی.

ددغو رسنیو د راپور له مخې کله چې احمد هنایش د اسلام اباد د "جي ۶" له سیمې د یو ورزشي کلپ څخه د شپې په ۱۱ بجو په همدې سیمه کې د خپل استوګنځي په لور روان وو، چې ناپیژاندو موټر سایکل سپرو وسله والو پرې ډزې کړي چې په پایله کې هغه په سر او پښو ټپونه اخیستي دي.

احمد هنایش د برید وروسته روغتون ته انتقال شوی دی. ډاکټرانو یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

احمد هنایش د ازادۍ راډیو ( ازادې اروپا راډیو) د افغانستان د څانګې سره یې د خبریال په حیث د کار ترڅنګ د پروان په ولایت کې د کهکشان په نوم د یوې خصوصي راډیو مشري هم په غاړه لرله. تراوسه په ښاغلي هنایش باندې د برید هدف څرګند نه دی.

په اسلام اباد کې د ازادۍ د شبکې یا "فریډم نیټ ورک" په نوم د پاکستاني خبریالانو د ملاتړ بنسټ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورمه ( وري ۱۶) ددې برید په اړه لیکلي، چې احمد هنایش پاکستاني پولیسو ته ویلي چې وسله والو ورڅخه ګرځنده تیلیفون غوښت او کله چې هغه دغو وسله والو ته د تیلیفون د ورکولو څخه ډډه وکړه، هغوی پرې ډزې وکړې.

خو پخپله احمد هنایش دا څرګندونې نه دي تائید کړي. تراوسه د ازادۍ راډیو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په احمد هنایش باندې دا برید په سختو ټکو غندلی او د پاکستان د حکومت یې غوښتي چې دا پیښه دې په شفاف ډول وڅیړي.

دغه مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو تن ناپیژانده وسله وال چې په موټرسایکل سپور و پر احمد هنایش باندې درې ډزې کړي چې یوه مرمۍ د هغه په سر او دوه یې په پښو لګیدلي دي.

دغه مرکز ویلي چې احمد هنایش د پروان ولایت کې د دنیا په نوم او د پنجشیر په ولایت کې د خراسان په نوم راډیوګانې هم اداره کولې، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغو دوو راډیوګانو فعالیت بند کړی، خو د کهکشان راډیو چې احمد هنایش اداره کوله لا هم فعاله ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې احمد هنایش یو کال دمخه له افغانستان څخه د خپلې کورنۍ د غړو سره پاکستان ته کډه کړې او ددغه هیواد په مرکز اسلام اباد کې دیره شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې په افغانستان کې طالبانو بیا واک ترلاسه کړی د نورو افغانانو په څیر په سلګونو خبریالان هم بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG