د لاس رسي وړ اتصالات

معترضې ښځې: افغان میرمنو سره د دښمنۍ بهیر دې پای ته ورسیږي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د معترضو ښځو یوې ډلې د طالبانو حکومت سره د ملګرو ملتونو تعامل تر پوښتنې راوستی او ټینګار یې کړی، چې د افغان میرمنو بشري حقونه دې ددغې ټولنې د سیاسي معاملو قرباني نشي.

د معترضو ښځو د «کابل انتقادي ښوونځي» په نوم د افغان میرمنو یوې ډلې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ اول) په یو سرخلاصي لیک کې، چې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت د شورا د تیرې ورځې د غونډې وروسته یې خپور کړی د افغان میرمنو اوسنی وضعیت د یزدي ښځو پر وړاندې د داعش د ډلې د چلند سره یو شان بللی دی.

د معترضو ښځو د کابل انتقادي ښوونځي په نوم د افغان میرمنو دغې ډلې په دغه سرخلاصي لیک کې ویلي: "د افغانستان د خلکو لوږه د سیستماتیکو جنایتونو د دوام لپاره مه بهانه کوئ، که چیرې هدف د اړتیا او د خلکو بشري اړتیاوې وي په اونۍ کې څلویښت میلیونه ډالره د طالبانو پرته د خلکو په دسترخوان باندې یوه کوچنۍ اغیز هم نلرله، چې دا پخپله د طالبانو له خوا ددغو نغدو مرستو د چپاول بیلکه ده".

دغو میرمنو په دې لیک کې ویلي، چې بشري مرستې د طالبانو د حکومت د مداخلې پرته هم مرستو ته اړو کسانو ته رسول کیدلی شي او په دې برخه کې یې د ښځو او د ټولنې په تشکیلاتو کې د کاري ډلو رامنځ ته کول د نړیوالې ټولنې له خوا د برابریدونکو مرستو د ویشلو لپاره د بلیګې په توګه یادونه کړې ده.

په دې لیک کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو د ملاتړو څخه غوښتل شوي، چې داسې پریکړو په وړاندې ودریږي، چې د طالبانو د سپینولو لپاره ترسره کیږي.

همداشان په دې لیک کې په افغانستان کې د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو د وژل شوو او ټپي شوو پوځي منسوبینو له میندو، میرمنو او د هغوی له خویندو غوښتل شوي، چې د خپلو بچیانو د وینې څخه د دفاع لپاره دې د افغان میرمنو سره په یوه خوله اجازه ورنکړي، چې د هغوی حق د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له پامه وغورځول شي.

په دې لیک کې دغو معترضو میرمنو د خپلو غوښتنو په اړه ویلي، چې باید په قاطع ډول د یو داسې حکومت د جوړیدو لپاره اقدامات وشي، چې د خلکو د ارادې په پایله کې رامنځ ته شي.

په دې لیک کې همداشان غوښته شوې "افغان میرمنو سره د دښمنۍ بهیر دې پای ته ورسیږي، ښځې قدرت ته د رسیدلو لپاره د مصلحتي سیساستونو قرباني نه دي. طالبانو سره د بشري مرستو په بهانه د هر ډول مالي، سیاسي او پوځي همکارۍ قطع کیدل، د طالبانو په ټولو غړو بندیز او د سفر محدودیت لګول او د بشري ارزښتونو پر اساس د اصلي، فرعي او مدني قوانینو رامنځ ته کیدل".

د معترضو ښځو د کابل انتقادي ښوونځي دا سرخلاصی لیک په داسې حال کې خپور کړی، چې د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ ( جوزا ۳۱) د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه غونډه وکړه او یو ځل بیا یې د ټول شموله حکومت پر جوړولو او افغان میرمنو او نجونو د کار او زده کړو پر حق د محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې لګولي محدودیتونه دې لغوه کړي.

په دې غونډه کې د بشردوستانه مرستو، د بشري حقونو د وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، د مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو، امنیت، تروریزم، نشه یي توکو، اقتصادي او ټولنیز کړکېچ او په خبرو اترو او مشارکت باندې بحث وشو.

د دغې غونډې برخه والو د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو او دوامدارو مرستو په دوام ټینګار وکړ او له طالبانو سره یې د نړیوالې ټولنې تعامل مهم وباله.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو حکومت "منزوي او استبدادي" وباله او وویل چې د دغه حکومت غړي ټول "سړي" دي او نږدې ټول یې "پښتانه" دي. هغې وویل چې د یو ټولشموله حکومت نشتون افغانستان د بې ثباتۍ پر لور بیایي.

د طالبانو حکومت تراوسه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG