د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبرپښتونخوا په یو کمپ کې د یو افغان کډوال د ستونزمن ژوند کیسه


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د پنځو کوچنیانو پلار ۴۵ کلن افغان کډوال عبدالرحمان د مردان د جلاله په بازار کې د لوښو او خوا ته د منیارۍ په دکان کې په پنځلس زره روپۍ میاشت مزدوري کوي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه وویل چې پلار یې ۴۰ کاله وړاندې له جلال اباد څخه دلته راکډه شوی وو.

عبدالرحمان زیاتوي چې تر دولسمه يې په جلاله کې درس ویلې او وروستو په ۲۰۱۱ کال کې د بندونو یا جوړو په ناروغۍ اخته شوی چې له کبله يې زیات درېدلای هم نه شي.

نوموړی وايي، د سهار له اوو د ماښام تر ازانه په دکان کې کار کوي، “د پښتو له وجې هېچا ته لاس هم نه شم نیولی نو د پښو له دردونو سره مزدوري کوم او د خپل کور او بچو خرڅ پوره کوم.”

عبدالرحمان امریکا غږ ته وویل، له خلکو یې اورېدلي دي چې دلته جلاله افغان کېمپ ته د غېر دولتي یا د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این اېچ سي ار لخوا مرستې راځې او خلک يې اخلي خو نوموړی زیاتوي چې تر اوسه یې نه مرسته لیدلې او نه یې اخیستې ده.

عبدالرحمان وايي، له کړاو څخه ډک ژوند تېروي، که د ګونډو درملنه کوي نو کوچنیان یې وږي پاتې کېږي، چې د هغوی ډوډۍ ګټي نو درملنه یې پاتې کېږي.

نوموړی له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې هم اندېښمن کړی دی: “داسې راته ښکاري لکه څوک چې مې له لاسه نیسي او له کوره مې شړي، د مردان جلاله، دا کوڅې او دا د خاورو بوی راته یو بل رنګ احساس راکوي او زړه مې هېڅکله نه غواړي چې دا خاوره، دا کاڼي بوټي پرېږدم.”

عبدالرحمان زیاتوي چې ماشومان یې دلته زوکړي دي، چې کار روزګار نه وي نو په افغانستان کې به نور له مشکلاتو سره مخامخ شي.

عبدالرحمان، د پاکستان له دولت څخه وغوښتل چې د ده په ګډون هغه ټولو افغان کډوالو ته دې تابیعیت ورکړي چې دلته پیدا شوي وي، او دا یو نړیوال قانون هم دی او د دې قانون له مخې دې ورته خپل حقونه ورکړل شي.

د افغان کمېشنرۍ په وینا د مردان په څلور واړه کېمپونو کې شپېته زره افغان کډوال ژوند کوي چې پي او ار یا په پاکستان کې د اوسېدو اسناد لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG