د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا کې د عمران خان ملاتړي سیاستوال: د افغان کډوالو ستونزې حل کوو


په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي د تعلیمي ادارو، صحي مرکزونو، کاروبار او د اوږدمهالې استوګنې کارتونو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي د تعلیمي ادارو، صحي مرکزونو، کاروبار او د اوږدمهالې استوګنې کارتونو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، چې د دوی مشر پخواني صدراعظم عمران خان وار له مخه ويلي وو چې په پاکستان کې میشت راجسټر یو نیم میلیون افغان کډوال پر دې هېواد هېڅ بوج نه دی ځکه چې هغوی خواریکښ ولس دی او خپله خواري مزدوري کوي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د فبرورۍ اتمې ټاکنو کې زیاتې څوکۍ تحریک انصاف ګټلې او ډېر ژر به یې حکومتي کابینه اعلان شي.

د یاد ګوند د ایالتي اسامبلۍ غړي افتخار مشواني د مارچ پر درېیمه (کب ۱۳) امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان خلک یې وروڼه دي او حکومت یې پلان لري چې هغوی ته ورپېښې ستونزې هواري کړي.

ښاغلي مشواني وویل: "زموږ مشر عمران خان هم دا غوښتل چې افغان وروڼو ته ټول حقونه ورکړل شي او د هغوی ستونزې هوارې کړل شي. موږ د خیبر پښتونخوا په ۵۳ کمپونو کې میشتو افغان کډوالو لپاره د یوې تګلارې جوړولو پلان لرو."

د خیبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې میشت په میلیونونو افغان کډوال د تعلیمي ادارو، صحي مرکزونو، کاروبار او د اوږدمهالې استوګنې کارتونو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په خیبر پښتونخوا کې مېشت ځینې افغان کډوال وايي، تر څلوېښتو کلونو زیاته موده کېږي چې دلته میشت دي او ډېرو یې له ځايي وګړو سره ودونه کړي دي، دلته یې خپلوۍ دي، کاروبارونه یې دي او نشي کولای چې خپل هېواد ته په اوسنیو حالاتو کې ستانه شي.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د افغان کډوالو کمپ کې میشت د کابل محمد عبدالله ځدراڼ امریکا غږ ته وویل: "له یو څه وخت څخه ډېر په مشکل کې یو، ځکه چې پي او ار کارتونو لرلو سربېره مو پولیسو ځوروي، ماشومانو ته مو په تعلیمي ادارو کې د داخلو ستونزې دي. پخواني صدراعظم عمران خان مو د حقونو او ستونزو ذکر کړی وو. هیله لرو چې په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت به مو ستونزو راکمی کړي او حقونه به مو راکړي."

د هريپور په کمپ کې مېشت فضل حق خان خالقیار امریکا غږ ته وویل: "کله چې عمران خان صدراعظم وو نو د افغان کډوالو په باب يې د ځینو اقداماتو ویلي ول خو بیا وروستو چې د پاکستان سرپرست حکومت راغلی او د افغانانو د شړلو فرمان يې جاري کړو نو له دې سره د افغان کډوالو ځورول پیل شو او په زوره یې ایستل شروع کړل، که څه هم له موږ سره پي او ار کارتونه دي خو بیا هم له یو شمېر ستونزو سره مخ یو او ډېر د کړاو ژوند مو دی، خو اوس چې بیا په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت راغلی دی نو هیلې مو پیدا شوې چې ستونزې به مو یو څه راکمې شي."

د تېر ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د مهاجرت کارتونو (پي او ار) موده پای ته رسېدلې وه او غېر راجسټر افغان کډوالو ته یې د تېر کال د اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستانه د وتلو امر کړی وو.

د پاکستان حکومت د رسمي شمېرو له مخې، د روان کال د فبرورۍ تر ۱۹مې نېټې یې څه نا څه ۶۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG