د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښورعالي محکمې ځینو افغان وګړو ته د پاکستاني کارتونو ورکولو امر کړی


د پېښور عالي محکمه
د پېښور عالي محکمه

د خیبر پښتونخوا د پېښور عالي محکمې هغه نهه افغانانو وګړو ته چې اته یې نارینه او یوه ښځینه ده، چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي د پاکستان اوریجن کارتونو (پي او سي) ورکولو امر کړی دی.

پاکستان اوریجن کارت د دایمي استوګنې پېژندپاڼه ده چې یوڅوک ورباندې ددغه هېواد د قانون له مخې له پولیسو سره د نوم ثبتونې پرته ازاد تګ راتګ کولای شي، بانکي حساب پرانیستلای شي، او هر ډول تجارت کولای شي.

د فبرورۍ پر ۲۰ مه (کب اول) د پېښور عالي محکمې قاضیانو عتیق شاه او انوارالحق د یو افغان وګړي د غوښتنلیک د اورېدنې پر مهال د پاکستان نادرا ادارې ته چې په دغه هېواد کې د نوم لیکنې، شناختي کارتونو او نورو کارتونو مسوله ده، امر وکړ، چې دغو نهه واړه افغانانو ته دې د پاکستان اوریجن کارتونه جوړ کړي.

په پېښور کې د افغانستان د دې وګړو مدافع وکیل ممتازخان د فبرورۍ ۲۱(کب دوهمه) امریکا غږ ته وویل: ”موږ له عدالت څخه غوښتنه وکړه، چې کومو افغانانو له پاکستانيانو سره ودونه کړي وي، هغوی ته دې پاکستان اوریجن کارتونه ورکړل شي او کوم ماشومان چې یې په پاکستان کې زوکړي دي، هغوی ته دې پاکستاني شناختي کارتونه ورکړل شي. “

مدافع وکیل ممتاز خان زیاتوي، ”د نادرا قانون د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کالونو په ۱۱مه برخه کې راغلي دي، هر هغه وګړی چې ښځه یا مېړه یې پاکستانی وي، نو د عدالت له لارې د پاکستان اوریجن کارتونو حق لري چې وروسته دغه کارت په پاکستان شناختي کارت هم اوړي.“

په درخواست ورکوونکو کې یې یو د افغانستان د ننګرهار ولایت جمیل الرحمان دی چې دا مهال په پېښور کې ژوند کوي، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: ”پلار مې د ذوالفقار علي بوټو د واکمنۍ پر مهال پاکستان ته راکډه شوی و، کله چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو یرغل وکړ، نو موږ هم دلته پاتې شو، زما له پلار سره هغه وخت نه د پاکستان کارت و او نه افغان کارت و، چې کله مې پلار وفات شو نو د جنرال پروېزمشرف په واکمنۍ کې مو خپله نوم لیکنه د افغان کډوالو په حیث وکړه. “

جمیل الرحمان زیاتوي چې مېرمن یې پاکستانۍ ده: ”کله چې مو پي او ار کارتونه واخیستل نو پولیسو به ډېر ځورولو او له ډېر سخت جنجال سره مخامخ وو، وروسته مو له عدالت سره تماس ونیو، نو زموږ په حق کې یې پرېکړه وکړه، موږ د محکمې ډېر منندوی یو. اوس به د وخت په تېرېدو سره حکومت راته شناختي کارت راکوي او بیا به پاسپورټ راکوي. “

د پاکستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې بې اسناده افغانان خپل هېواد ته ستنوي، چې پر دې حکومتي بهیر نه یوازې د بشري حقونو نړیوالو ادارو، ملګرو ملتونو، امریکا متحده ایالات، بلکې په پاکستان کې دننه هم د بشري حقونو سازمانونو او ګڼو سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو نیوکې کړي دي.

خپله ستنېدونکو افغان کډوالو هم د پاکستان په بیلا بېلو برخو کې د پولیس له لوري د ځورولو شکایتونه کړي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د کورنیو چارو وزارت د یو بیان له مخې د فبرورۍ تر ۱۹مې نېټې پورې دوه لکه نیوي زره (۲۹۰۰۰۰) بې اسناده افغانان د تورخم او انګور اډې او دا راز لسګونه زره نورپه نورو لارو خپل وطن ته ستانه شوي دي دي.

د پاکستان حکومت د اطلاعاتو، نشراتو او پارلماني چارو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي، د روانې فبرورۍ میاشتې پر څلورمه نېټه (د سلواغې ۱۵مه) امریکا غږ ته ویلي و چې په دغه هېواد کې د بې اسناده بهرنیو کډوالو د اېستلو د بهیر له مخې یې تر اوسه ۶۰۱۲۱۰ افغانان خپل وطن ته ستانه کړي دي او د ستنولو لړۍ یې دوام لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر د راجسټر پرته افغانان پدې هیواد کې ژوند کوي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱کال کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په سلګونه زره افغان کډوال پاکستان ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG