د لاس رسي وړ اتصالات

مچ مککانل له بایډن غوښتي افغانستان ته نور سرتېري واستوي 


د امریکا د سنا غړی مچ ممککانل
د امریکا د سنا غړی مچ ممککانل

د امریکا دمتحدو ایالتونو د سنا مخکښ غړي مچ مککانل د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې د اګست له ۳۱نېټې وروسته دې هم افغانستان ته اضافي سرتېري واستوي.

امریکايي چارواکي وایي چې له افغانستان څخه به د اګست تر ۳۱ پورې د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.

ښاغلي مککانل د افغانستان په اړه د ولسمشر بایډن تګلاره «بې باکه» بللې ده او ویلي دي که افغانستان ته یې ډېر سرتېري ونه استول، ښایي په کابل کې د امریکا سفارت د طالبانو لاسونو ته پویوځي.

نوموړي تېره ورځ دا خبره هم وکړه که نور اضافي سرتېري وانستول شي، القاعده به په امریکا کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د پېښې شلمه کلیزه په کابل کې د امریکا د سفارت په سوځولو سره ونمانځي.

هغه ویلي دي چې طالبان له نظامي لارې څخه د بري هلې ځلې کوي او په خبره یې باید ولسمشر بایډن ژرتر ژره خپل لوری بدل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته شاوخوا ۳۰۰۰ سرتېري استوي چې له افغانستان څخه د امریکا د سفارت د کارکوونکو‌ په اېستلو کې مرسته وکړي.

د وزارت ویاند ند پرایس وویل چې دا کار د «پرېښودو او تخلیې» په مانا نه دی.‌ هغه ټېنګار وکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو اصلي «دپلوماتیک ماموریت» به موجود وي.

XS
SM
MD
LG