د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر غونډه؛ په ښارونو دې بریدونه ودرول شي


په قطر کې د سولې مذاکره کوونکي
په قطر کې د سولې مذاکره کوونکي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي په دوحه کې د افغان سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په ښارونو د بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وشوه.

زلمي خلیلزاد نن جمعه اګست ۱۳ (زمري ۲۱) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په یاده غونډه کې د افغان مذاکراتي ډلو سره تر دوو ورځنیو بحثونو وروسته په افغانستان کې د مذاکراتو له لارې په سیاسي هواري هم ټینګار وشو.

نوموړي زیاته کړې: "که چیري طالبان په زور سره دولت ونیسي هغه به په افغانستان کې یو "رټل" شوی دولت وي."

یاده غونډه چې په دوحه کې د قطر په کوربه توب رابلل شوې وه په پای کې د سیمې او نړۍ هیوادونو په استازیتوب یوه اعلامیه هم خپره کړه.

په دغه اعلامیه کې د افغانستان په ښارونو او ملکي وګړو د بریدونو په اړه اندېښنه ښودل شوې او د یادو بریدونو بندېدو غوښتنه شویده.

په اعلامیه کې همدارنګه له ښکیلو لورو غوښتل شوي چې ډیر ژر په هر اړخیز اوربند هوکړې ته ورسیږي او په اعتماد جوړونه کار وکړي.

په اعلامیه کې همدارنګه د افغانستان له حکومت او طالبانو څخه غوښتل شوي چې سیاسي حل لارې، همه شموله حکومت جوړیدو او د میرمنو او اقلیتونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي.

په دغه غونډه کې د تاجکستان، هندوستان، ترکیې ترکمنستان، قطر، امریکا، جرمني او ناروې هیوادونو استازو هم ګډون کړی و.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله چې په یاده غونډه کې ګډون کړی و ویلي چې په ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه ژر تر ژره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې جوړېدو غوښتنه وشوه.

هغه زیاته کړې: "موږ غواړو چې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره څومره چې ژر کیږي، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا بېړنۍ ناسته جوړه شي. د دې ناستې ګډونوالو د طالبانو له خوا له پوځي لارې د سیمو له نیولو سره خپل کلک مخالفت څرګند کړ او ویې ویل، د زور له لارې د قدرت ترلاسه کول مشروعیت نلري او نړیوالې ټولنې ته د منلو ندی."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

وسله والو طالبانو تازه د کندهار، هرات، لښکرګاه او بادغیس ښارونو د نیولو ادعا کړې، خو افغان امنیتي او دفاعي ارګانونو تر دا مهاله په دې اړه هیڅ نه دي ویلي.

بلخوا رویټرز خبري اژانس د ځينو سرچینو په حواله ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یوې اعلامیې کار کوي چې په ښارونو د طالبانو بریدونه او په هغه کې ملکي مرګ ژوبله وغندي.

رویټرز خبري آژانس د یادې اعلامیې په حواله ویلي د اسلامي امارت په ګډون هر هغه دولت چې په زور سره په افغانستان کې رامنځته شي رسمیت یې نه پيژني.

XS
SM
MD
LG