د لاس رسي وړ اتصالات

د تعلیم یو مبارز د ترهگرو ماشومانو ته تعلیم ورکوي


سږ کال د نیسن د مهاجرینو جایزه گټونکی د بوکو حرام د ترهگرو ماشومانو ته تعلیم ورکوي. بوکو حرام چې په نایجیریا کې فعالیتونه کوي او د غربي تعلیم مخالفت کوي.

په نایجیریا کې د تعلیم مبارز زناح مصطفی په دې پوهیږي چې هغه د ډیرو خطرناکه کسانو سره کار کوي. هغه یو وکیل دی او د ناجیریا د حکومت او د وسله والو ترمنځ کامیابه منځگړتوب کوي.

مصطفی د ناجیریا د حکومت او بوکو حرام سره د نایجیریا د هغه محصلینو جینکو د ازادولو لپاره هم کوښښونه کړیدی چې درې کاله مخکې د یو ښوونځي نه برمته شوي وې. د مصطفی د کوښښونو د وجې ١٠٣ جینکۍ ازادې شویدي

مصطفی د بوکو حرام د ډلې د غړو ماشومان او کونډې هم ښوونځي ته داخلې کړیدي او داسې یې د دغې ډلې باور هم ترلاسه کړیدی.

دا د حیرانتیا خبره ده چې د بوکو حرام ډله چې غربي تعلیم حرام بولي، د خپلو ماشومانو په تعلیم خوشحاله دي.

هغه د امریکا غږ ته وویل چې په خلکو د تشدد باوجود، د بوکو حرام غړي د خپلو ماشومانو ښیگړه غواړي او د هغوي د راتلونکې لپاره فکرمند دي. "داسې وخت هم راغلی و چې څوک به د بوکو حرام ځای ته نشو تللی. ما د بوکو حرام د غړیو د کونډو سره تماس ونیوه او هغوي ته مې ډاډ ورکړ چې د هغوي لپاره کار کول غواړم."

مصطفی وایي چې د بوکو حرام د ډلې اعتراضونه یې داسې لیرې کړل چې د ښوونځی لپاره یې جینکو ته د مکمل پردې یا د حجاب د اغوستلو وویل. په دی برسیره یې د بوکو حرام د ډلې نه وغوښتل چې هغوي د خپلو ماشومانو لپاره څه غواړي هغه دې څرگند ووایي.

"تاسو غواړئ چې دا ماشومان ښه راتلونکی ولري. تاسو د هغې لپاره څه پلان لرئ. هغوي به مونږ ته ویل چې غواړي ماشومان یې د قران تعلیم وکړي نو ما به ورته وویل چې سمه ده د قران تعلیم به وکړي او په دی برسیره به حساب او انگریزي هم زده کوي."

مصطفی په ٢٠٠٧ کال کې په میډوگوي کې د یتیمانو ماشومانو لپاره یو ښوونځې جوړ کړیدی. اوس د دغې ښوونځي ماشومان د پوهنتون تیاري کوي.

مصطفی هیله لري چې په دغه جنگ ځبلې سیمه کې امن شي.

XS
SM
MD
LG