د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو کان کې چاودنې شپږ کسان مړه کړي 


چاودنه د پاکستان په بلوچستان کې شوې ده. تصویر د دغې پېښې نه دی.
چاودنه د پاکستان په بلوچستان کې شوې ده. تصویر د دغې پېښې نه دی.

په پاکستان کې چارواکي وايي د سکرو ډبرو په یو کان کې چاودنې شپږ کان کېندونکي وژلي دي.

چاودنه د بلوچستان په ایالت کې شوې ده.

رویټرز خبري اژانس وایي چاودنه د میتان ګاز اخراج کولو له کبله شوې ده.

د چین خبري اژانس سینهوا وايي کان کېندونکي تر چاودنې مخکې له کان څخه ویستل شوي وو.

لا د کان کیندونکو هویت معلوم شوی نه دی. په بلوچستان کې اکثریت کان کېندونکي چینایان دي.

دلته وخت ناوخت په کانونو کې د کان کېندنو پر مهال چاودنې کیږي.

څه مخکې نا معلومه وسله والو په بلوچستان کې یو شمېر افغان کان کېندونکي ووژل.

افغانستان له پاکستان څخه د دغې پېښې د تحقیق غوښتنه کړې وه. خو لا یې نتیجه رسمي اعلان شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG