د لاس رسي وړ اتصالات

ماین چاودنې شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني پوځيان وژلي


پاکستاني سرتیري
پاکستاني سرتیري

د پاکستان پوځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د دغه هیواد درې پوځيان د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ اړوند یوې ادارې «ISPR» په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه سرتیري په سیمه کې په ګزمه بوخت و چې پر موټر یې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

دغه پېښه د سپټمبر پر ۲مه رامنځته شوې ده.

د پاکستان پوځي ادارې د وژل شوو سرتیرو نومونه، نصیر حسین خالد، نېک محمد عمران او عثمان اختر ښودلي دي.

اعلامیې ویلي چې په دغه ماین چاودنه کې د دغه هیواد څلور نور سرتیري ټپيان شوي هم دي.

بیان زیاتوي چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې د وسله الو د لټون عملیات پيل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د تېرې اګست میاشتې پر ۳۱ په جنوبي وزیرستان کې هم څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG