د لاس رسي وړ اتصالات

داعش کابل کې د 'ځانمرګي' برید مسولیت پرغاړه واخیست


د چاودنې ځای
د چاودنې ځای

داعش ډلې د کابل د چهار شنبې ورځې جنوري ۱۱ (مرغومي ۳۱) ځانمرګي برید مسولیت چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي پر غاړه واخیست.

اعماق خبري رسنۍ چې د داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې د یادې ډلی یو غړی وتوانید د طالبانو له موانعو تیر او پر ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ساتونکو او کارکوونکو ترمنځ والوزوي.

یادې ډلې ادعا کړې ده چې په دې برید کې حد اقل ۲۰ تنه وژل شوي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي وو چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په نننۍ چاودنې کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د ایمرجنسي روغتون په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دغه برید څخه ۴۰ زخمیان ورته انتقال شوي دي.

دوو عیني شاهدانو، چې نغواړي نومونه یې یاد شي، امریکا غږ ته ویلي دي چې برید نن چهارشنبه جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) په ځايي وخت مازدیګر د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته شوې ده. شاهدانو ویلي دي چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین مهاجر فراهي د فرانس خبري اژانس ته ویلي دي چې چاودنه هغه مهال شوې ده چې یو چینايي پلاوی د بهرنیو چارو په وزارت کې له طالب چارواکو سره په خبرو بوخت وو. د چین سفارت هم د چاودنې ځای ته نژدې دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک د کابل نننی برید غندلی او ویلي دي: «دا د نا امنیو یو بل مثال دی چې زموږ د لویې اندېښنې لامل دی. ښکاره ده چې د دا ډول خشونت او نا امنۍ په دوام سره افغانستان ته د سولې» د راتګ لاره نشته.

د فرانس پرس اژانس د سرچېنو په حواله لیکلي دي چې تلفات تر ۲۰ ورپورته دي. راپورونه وايي برید هغه وخت وشو چې د وزارت کارکوونکي له وزارت څخه وتل.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې ځینې جسدونه په ځمکه پراته دي او لوګي فضا ته پورته کېږي.

تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته معمولآ د دا ډول بریدونو مسئولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG