د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان د ۹/۱۱ د قربانیانو یاد تازه کوي 


امریکايي چارواکي وايي د سپتمبر په ترهګریزو بریدونو کې زرګونه کسان ووژل شول
امریکايي چارواکي وايي د سپتمبر په ترهګریزو بریدونو کې زرګونه کسان ووژل شول

نن جمعه د سپتمبر ۱۱ نېټه ده او امریکایان په ترهګریزو بریدونو کې د خپلو عزیزانو یاد تازه کوي.

ټیک ۱۹ کاله مخکې په همدې ورځ د القاعده ډلې ۱۹ ترهګرو په نیویارک کې له نړیوال تجارتي مرکز او د امریکا د دفاع وزارت( پنټاګان) سره الوتکې وجنګولې او یوه بله الوتکه چې د واشنګټن په لور روانه وه، د پنسلوانیا په ایالت کې په زراعتي سیمه کې ولویده.

امریکايي چارواکي وايي په دغو پېښو کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول او زرګونه نور ژوبل شول.

د ۹/۱۱ پېښه د امریکا پر خاوره تر ټولو خطرناک ترهګریز برید بلل کیږي.

سره له دې چې د کروناویروس د خپرېدو ویره شته، خو نن د امریکا په یو شمېر ښارونو کې پدې بریدونو کې د وژل شویو یاد تازه کیږي او د قربانیانو روح ته دوعاوې کیږي.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ هم په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې برخه واخلي او خبرې وکړې.

په همدې حال کې د نیویارک په ښار کې د ۹/۱۱ د پېښې په یاد جوړ شوی موزیم نن د قربانیانو د خپلو خپلوانو او سبا د ټولو خلکو لپاره پرانیستل کیږي.

په دغه موزیم کې د وژل شویو کسانو نومونه، د ړنګو شویو ودانیو پاتې شونې او ډېر نور څه د یادګار په توګه اېښودل شوي دي.

د ۹/۱۱ له برید وروسته د امریکا حکومت هغه وخت په افغانستان کې د طالبانو له نظام څخه وغوښتل چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وروسپاري، خو طالبانو دا کار ونکړ او امریکا پر طالبانو برید وکړ او نظام یې ړنګ کړ.

امریکايي چارواکو ویل چې د القاعده ډلې په مشرۍ ترهګرو دا برید کړی دی.

د ۹/۱۱ د پېښې ۱۹ کاله وروسته ټاکل شوې چې سبا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په لومړي ځل د سولې مخامخ خبرې پیل شي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.

XS
SM
MD
LG