د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونوسازمان: افغانانو د بیا میشت کیدو پروګرام باید چټک او په اغیزمن ډول اوسي


د بشري حقونو د سازمان یوې چارواکې د افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د افغانانو د بیا میشت کیدود پروګرام په چټکیدو او اغیزمنتوب باندې ټینګار کړی دی.

ددغې سازمان یوې څیړونکې میرمن فرشته عباسي د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶ ( زمري ۲۵) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د اوکرایني کډوالو سره د مرستې په برخه کې د نړۍ په ځانګړي ډول د اروپايي ټولنې غبرګون یوه ښه بیلګه ده.

میرمن عباسي وویل: "زه ددې له امله چې نړۍ څنګه اوکرایني کډوالو ته خپله غیږ پرانیستله حیرانه شوم، همداسې باید اوسي، هیله کوم چې مونږ همدا کار د افغانانو او په نړۍ کې د ټولو کډوالو لپاره وکړی شو".

میرمن عباسی ویلي، چې د بیا میشت کیدو پروګرام باید چټک او اغیزمن اوسي او د افغانستان څخه د وتلو لپاره باید ټولې قانوني او امنیتي لارې چارې په کې شاملې اوسي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي، چې هغوی چې امنیت ته اړتیا لري کولی شي دا کار ترسره کړي.

میرمن عباسي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو څخه د دوو کلنو په تیریدو لا هم د افغانانو د تخلیې بهیر د نه بشپړیدو ګواښ سره مخ دی او په زرګونو افغانان، چې نړیوالوځواکونو، نړیوالو ادارو او د بهرنیو هیوادونو سره یې کار کړی تراوسه بیا میشت شوي نه دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یو راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې نږدې ۸۸ زره ۵۰۰ افغانان امریکا ته انتقال شوي دي. په دوی کې ډېری یې د تېر حکومت کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان دي او په دوی کې هغه افغانان هم شته چې په امریکا کې د بشردوستانه ویزو پر اساس مېشت شوي دي.

د دوی له جملې څخه ۷۷ زره ۵۰۰ تنه د بشردوستانه موقتي استوګنې په چوکاټ کې په امریکا کې میشت شوي او ۱۳ زره نور بیا د مختلفو ویزو له لارې امریکا ته مهاجر شوي دي. خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د همکارو افغانانو په ګډون په زرګونو افغانان لا هم د امریکا د ویزې ترلاسه کولو ته انتظار وباسي. یو شمیر دغسې افغانان د افغانستان په دننه کې د طالبانو د ګواښ لاندې ژوند کوي.

په ورته وخت کې شاوخوا درې زره افغان کډوال د البانیا پایتخت سره نږدې د شنگجین په ساحلې ښار کې په یو موقتي پناه ځای کې اوسیږي او په زرګونو نور افغانان په پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ځینې نورو هیوادونو کې امریکا ته د تللو انتظار وباسي.

د امریکا د متحده ایالاتو سربیره کاناډا هم د تیر رژیم د ړنګیدو وروسته ژمنه کړې وه، چې ۴۰ زره افغان کډوال چې د طالبانو تر واک لاندې یې ژوند په خطر کې دی دغه هیواد کې مني. کاناډا تراوسه شاوخوا ۳۶ زره افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

په دغو انتقال شویو افغانانو کې لس زره یې هغه کسان دي، چې د کاناډا د حکومتي ادارو سره په افغانستان کې کار کړی و. همداشان کاناډا ۱۶ زره ښځې او د مدني ټولنې فعالان هم دغه هیواد کې منلي دي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنري لا هم د ۱۸ زره افغانانو په کاناډا کې د پناه اخیستنی په غوښتنلیکونو باندې غور کوي، چې د ځینو کاناډايي او نړیوالوموسسو له خوا "یو این ایچ سي ار" ته سپارل شوي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ شمیرنو له مخې شاوخوا ۹.۲ میلیونه افغانان په نړۍ کې د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي. په دغه شمیر کې ۵.۶ میلیونه افغانان د پناه اخیسنتنې په وضعیت کې قرار لري.

دا اداره وايي، چې ۳.۲۵ دننه په هیواد کې له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

جنګ، بیکاري، ښه ژوند ته د رسیدلو لټه او د طالبان د غچ اخیستلو څخه فرار په هغو عواملو کې شمیرل کیږي، چې افغانان خپل هیواد پریښودلو ته اړباسي.

خو د طالبانو حکومت چارواکي په پرله پسې ډول له افغانانو غواړي، چې خپل وطن ته ستانه شي او دننه په هیواد کې ستنیدونکو افغانانو ته د ژوند د خوندیتوب د ډاډ ترڅنګ د کاروبار د خوندیتوب ډاډ هم ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG