د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیر کال له بهرنیو هیوادونو د ۸۰۰ افغان کډوالو جسدونه وطن ته انتقال شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په تیر یو کال کې د بهرنیو هیوادونو څخه وطن ته نږدې یو میلیون افغانانو د ستنیدلو ترڅنګ د ۸۰۰ افغان کډوالو جسدونه، چې په مختلفو هیوادونو کې په مختلفو پیښو کې یې ژوند له لاسه ورکړی و هم افغانستان ته انتقال شوي دي.

ددغه وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي د چهارشنبې په ورځ اګسټ نهم (زمري ۱۸) کابل کې د طالبانو د حکومت ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "د اړونده څانګو له خوا د اتو سوو هیوادوالو مړي، چې د مختلفو پیښو له امله په بیلابیلو هیوادونو کې مړه شوي وو انتقال شوي دي ۱۸۰۰ ټپیان او ۲۹۰۰ نور افغانان چې د قاچاق د خطر سره مخ وو ژغورل شوي او هیواد ته راستانه شوي دي".

محمد ارسلا خروتي وویل، چې د تیرکال په اوږدو کې ۹۵۲۵۸۹ تنه افغانان د ایران، پاکستان اوځینو نورو هیوادونو څخه وطن ته ستانه شوي دي.

که څه هم محمد ارسلا خروټي د دغو افغانانو د مړه کیدو او تپي کیدو په اړه نور جزئیات ورنکړل، خو ویې ویل چې نږدې ۲۹۰۰ افغانان یې چې د قاچاق د خطر سره مخ و ژغورلي دي.

د افغان مهاجرینو د ملاتړ ځینې ادارې وايي، چې د نورو کلنو په څیر په تیرکال کېهم د ستنو شویو افغانانو زیات شمیریې هغه افغان مهاجرین دي، چې د ایران د حکومت له خوا افغانستان ته شړل شوي دي.

د دغو ادارو د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران، پاکستان او ترکیې ته کډه شوي دي.

جنګ، بیکاري، ښه ژوند ته د رسیدلو لټه او د طالبان د غچ اخیستلو څخه فرار په هغو عواملو کې شمیرل کیږي، چې افغانان خپل هیواد پریښودلو ته اړباسي.

په ایران کې میشت د افغان کډوالو د خیر ښیګڼې د چارو د یوې ادارې مشره آصفه ستانکزۍ امریکا غږ ته ویلي و، چې په افغانستان کې ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې د نظام د بدلون وروسته په سلګونو زره افغانان له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

میرمن ستانکزۍ وویل: "ددغو مهاجرتونو په عواملو کې اقتصادي، فرهنګي، امنیتي او سیاسي عوامل ډیر شامل دي. همداشان پر ښځو باندې لګیدلي بندیزونه ددغو مهاجرتونو یو بل عامل دی".".

میرمن ستانکزۍ وویل، چې اکثره افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته تللي هدف یې په دغو هیوادونو کې اوسیدل نه دې بلکې غواړي، چې په دغو هیوادونو کې په موقت ډول اوسیږي".

میرمن ستانکزۍ وايي، چې هغه شمیر افغانان، چې اوس مهال له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته ورځي هڅه کوي، چې اروپا، امریکا او یا هم کاناډا ته ځانونه ورسوي".

د میرمن ستانکزۍ د معلوماتو له مخې اکثره افغانان لومړی ایران او بیا له هغه ځایه ترکیه او د ترکیې څخه بیا د یونان له لارې د لودیځي اروپا ته ځانونه رسوي.

د روان ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ددغه هیواد پایتخت صوفیا سره نږدې په یوه لارۍ کې د ۱۸ افغان کډوالو د جسدونو د موندلو خبر ورکړی و او ویلي و، چې دا افغانان په "غیرقانوني" توګه دغه هیواد ته ننوتي و.

د طالبانو حکومت د مۍ ۲۴ (جوزا درییم) کابل ته ددغو اتلس افغانانو جسدونه د نږدې دریو میاشتو ځنډ وروسته انتقال کړل.

همداشان روان کال په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وویل، چې مهاجرینو په یوه غرقه شوې کښتۍ کې په لسګونو افغانان هم مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي ین اګلنډ په افغانستان کې د اوږدې وچکالۍ د اغیزو په اړه خبراداری ورکړی او ویلي دي، چې وچکالۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د خلکو بې ځایه کیدو ګواښ زیات کړی دی.

د ناروې د کډوالو د شورا دغه چارواکي ویلي، چې په زرګونو افغانان، چې له وړاندې کډه کولو ته اړ شوي د یو جدي ګواښ سره مخ دي.

خو ښاغلي اګلنډ ویلي، چې که په وخت اقدام وشي د وضعیت د خرابیدو مخه نیول کیدلی شي

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي رئیس ویلي: "ډیر نور کیدای شي د اروپا او نورو ځایونو په لور د خطر څخه ډک سفر ته مخه کړي".

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې اوس مهال اوه میلیونه افغانان په بهرنیو هیوادونو او د درې میلیونو څخه زیات افغانان دننه په هیواد کې له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG