د لاس رسي وړ اتصالات

د انګور اډې او ډنډپټان لارې د سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شوې


د پکتيا او پکتيکا ولايتونو چارواکي وايي، د ډنډپټان او انګور اډې لارې نن د افغانستان او پاکستان د امنيتي منسوبينو له لوري د دوه اړخيزه سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې.

د پکتيا د سوداګرۍ د خونو رئيس عبدالنصير عالميار امريکاغږ ته وويل چې پر ډيورنډ فرضي کرښې د ډڼډ پټان لارې د پرانېستې په ياد مراسمو کې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ځينو آفسرانو او د غټو موټرو يو شمېر چلوونکو برخه اخيستې وه.

د نوموړي په وينا، په سوداګريزو مالونو بار پنځه لارۍ د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته نن راواوښتلې، خو زياته يې کړه چې سر له سبا به د صادراتو لړۍ هم پيل شي.

په پکتيکا کې د اتم سرحدي کنډک قوماندان ډګروال عزيز احمد بهادر امريکاغږ ته وويل چې د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې لاره هم نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د موټرو پرمخ پرانېستل شوه.

د پکتيا يو سوداګر حاجي بادام اشنا راډيو ته وویل، د دريو مياشتو راهيسې چې په سوداګريزو مالونو بار ګڼ شمېر موټر يې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ولاړ وو، تر اويا ميليونه زياتې افغانۍ سوداګرو ته زيان رسيدلی دی.

د تورخم، سپين بولدک او غلام خان بندرونه چې شاوخوا درې مياشتې مخکې د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې تړل شوي وو، نږدې درې اوونۍ مخکې په دوه اړخيزه توګه د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانېستل شول.

د دغو لارو تر پرانېستلو وروسته نږدې يوه اونۍ مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ويلي وو چې د جولاۍ په ۱۲ به د پکتيا د ډنډپټان او د پکتيکا د انګور اډې لارې هم پرانېستل شي.

XS
SM
MD
LG