د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بله اونۍ پاکستان ته صادرات پیلوي


په افغانستان کې د تازه مېوو د حاصلاتو موسم د غبرګولي له پنځلس څخه پیل شوی دی
په افغانستان کې د تازه مېوو د حاصلاتو موسم د غبرګولي له پنځلس څخه پیل شوی دی

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل ویلي چې ټاکل شوې بله اونۍ به د تورخم، سپین بولدک – چمن او غلام خان د بندرونو له لارې پاکستان ته د افغان سوداګرو د مالونو صادرات پیل شي.

ښاغلي مشعل په خپل ټویټر پاڼه د پاکستان د حکومت د دې پریکړې مننه کړې او هیله یې ښودلې چې دا کار به د دواړو هیوادونو ترمنځ د تخنیکي کمیټې د کار په پای کې په ټاکلې نیټه پیل شي.

ښاغلي مشعل ویلي: "هیله ده دا ټول به په ټاکلې نیټه باندې د دواړو غاړو ترمنځ د لارښونې د کمیټو د جون د ۱۵ څخه تر ۱۸ د تخنیکي غونډو وروسته پیل شي. همداشان مونږ د پاکستان حکومت سره د غلام خان بندر د ترانزیتي سوداګرۍ د پرانیستلو لپاره له نږدې کار کوو".

پاکستان د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتې په سر کې لومړی د چمن – سپین بولدک او بیا د مارچ په نیمايي کې د تورخم بندر د کرونا ویروس د وبا د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې وتړل.که څه هم له نږدې دوو میاشتو راهیسې پاکستان د تورخم او چمن – سپین بولدک بندرونه افغانستان ته د ترانزیتي مالونو د وارداتو پرمخ پرانیستي، خو په تیرو شاوخوا دریو میاشتو کې د افغانستان څخه پاکستان ته هر ډول صادرات بند شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، پاکستان څخه افغانستان ته د ترانزیت مالونو لیږد هم تراوسه په بشپړ ډول عادي حالت نه دی راګرځیدلی او لا هم تر اته زرو پورې د افغان سوداګرو د مالونو کانټینر د کراچۍ په بندر کې ولاړ دي.

ښاغلي الکوزي وویل افغان سوداګر هره ورځ د دوو څخه ترڅلور میلیونو ډالرو پورې د مالونو د دریدلو ډیمرج ورکوي.

افغانستان په کال کې شاوخوا یو میلیارد ډالرو پورې صادرات لري چې زیاته برخه یې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د نړۍ نورو هیوادونو ته صادریږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ سره په مرکه کې د صادراتو د پیل هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې دا صادرات د یو ځانګړي مکانیزم له لارې ترسره شي چې له مخې به یې په ورځ کې تر سلو پورې لارو ته پاکستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

ښاغلي الکوزي وویل چې تر ۸۰ فیصدو پورې د افغانستان تازه مېوه او سبزیجات پاکستان ته صادریږي.

په افغانستان کې د تازه مېوو د حاصلاتو موسم د غبرګولي له پنځلس څخه پیل شوی دی.

افغان سوداګر اندیښنه ښيي چې که بندرونه همداسې تړلي پاتي شي، نو ممکن دوی به میلیونه ډالره زیان ویني.

د همدې اندیښنو له امله تیره اونۍ د افغان سوداګرو او پانګه والو یوې ډلې په کابل کې د امریکا د سفارت د چاراکو سره هم په دې مسله خپلې اندیښنې شریکې کړې وې.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د چارواکو د وینا له مخې کابل کې د امریکا سفارت ورسره په دې برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG