د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۱ لومړۍ ورځ؛ یو بل افغان خبریال هم ووژل شو 


څه موده مخکې هم د ښاغلي ایماق پر کور بمب غورځول شوی و
څه موده مخکې هم د ښاغلي ایماق پر کور بمب غورځول شوی و

د افغانستان په غور ولایت کې چارواکي ‌وايي چې نا معلومه کسانو د «صدای غور» په نامه د یوې راډیو مسؤل مدیر بسم الله عادل ایماق وژلی دی.

دا پېښه نن جمعه د ۲۰۲۱په لومړۍ ورځ د غور مرکز «فیروز کوه» ته نژدې شوې ده.

د غور والي نور محمد کوهنور امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی ایماق خپل کلي ته په لار و چې د «اخته خانه» په سیمه کې پرې برید شوی دی.

نوموړي وویل چې د هغه جسد یې روغتون ته انتقال کړی او امنیتي ځواکونو د بریدګرو لټون پیل کړی دی.

څه موده مخکې د هغه پر کور بمب هم غورځول شوی و.

وسله وال له برید وروسته تښتېدلي دي او تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

هغه په غور کې د مدني ټولنې فعال غړی هم بلل کېده.

ځینې خبریالان وايي چې هغه تر امنیتي‌ ګواښ لاندې و او چارواکو ته یې خبر هم ورکړی و.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یو ټویټ کې پر افغان خبریالانو بریدونه «ډاروونکي او شرموونکي» بللي دي.

دا په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څلورم افغان خبریال دی چې وژل کیږي.

څو ورځې مخکې په غزني کې یو خبریال رحمت الله نیکزاد، تر هغه مخکې په جلال اباد کې یوه خبریاله ملاله میوند، تر دې پېښو مخکې په کابل کې پخوانی خبریال یما سیاوش او په هلمند کې الیاس داعي ووژل شول.

په کابل کې د اریانا تلویزون یو خبریال هم ژوند له لاسه ورکړ، کورنۍ یې وايي هغه وژل شوی خو چارواکي وايي چې ځان وژنه یې کړې ده.

د بي پولو خبریالانو ټولنه وايي افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې خبریالانو ته تر ټولو خطرناک بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG