د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغان خبریالانو هدفي وژني ډاروونکې او شرموونکې بللي


په تیرو شااوخوا دوو میاشتو کې څلور افغان خبریالان په کابل، هلمند، ننګرهار او غزني کې په وسله والو بریدونو او ماین چاودنو کې ووژل شول
په تیرو شااوخوا دوو میاشتو کې څلور افغان خبریالان په کابل، هلمند، ننګرهار او غزني کې په وسله والو بریدونو او ماین چاودنو کې ووژل شول

د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا ويلي چې د افغان خبریالانو ملاتړ کوي.

دغې شورا پرون پنجشبنه ډسمبر ۳۱ (مرغومې ۱۱) د یوه ټویټ په خپرولو افغان خبریالان زړور بللي او زیاته کړې یې ده چې امریکا د دوی تر څنګ ولاړه ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا پر افغان خبریالانو هدفي بریدونه ته د یو "ډاروونکي او شرموونکي" کار خطاب کړی.

یادې شورا ویلي ټول هغه کسان چې افغانستان ورته اړین دی باید دغه کار وغندي.

په تېرو څو اونیو کې افغانستان کې د خبریالانو او مدني فعالانو د هدفي وژنو پېښې په بېسارې ډول ډېرې شوي دي.

دغو پېښو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

له دې مخکې کابل کې د امریکا سفارت او د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و چې د تېرو کلونو یوه لویه لاسته راوړنه د بیان ازادي ده او پر افغان خبریالانو د بریدونو پای ته رسېدو په اړه یې څرګندونې ګړې وې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره اونۍ ویلي چې پر سیاسي او مدني فعالانو او خبریالانو د هدفي بریدونو دوام نور د زغملو وړ نه دی.

په تیرو شااوخوا دوو میاشتو کې څلور افغان خبریالان په کابل، هلمند، ننګرهار او غزني کې په وسله والو بریدونو او ماین چاودنو کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG