د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د خبریالانو پر امنیت ټینګولو د امریکا د سفارت ټینګار


ویلسن وایي، افغان خبریالانو په راپورونو کې د روڼتیا او ځواب ورکونې برخه کې زړورتیا ښودلې
ویلسن وایي، افغان خبریالانو په راپورونو کې د روڼتیا او ځواب ورکونې برخه کې زړورتیا ښودلې

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر راس ویلسن په افغانستان کې د رسنیو پر ازادي ټینګار کړی او هغه یې د تیرو دوو لسیزو له مهمو لاسته راوړنو څخه بللې ده.

ښاغلي ویلسن د سې شنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومې ۹) پر خپل ټویټر لیکلي چې د هلمند، غزني، ننګرهار او کابل وروستي هدفي بریدونه په رسنیو کې د غږونو د خاموشه کولو لامل شوي.

نوموړي ویلي چې په کابل کې د رسنیو له استازو، د رسنیو د ملاتړ ټولنو او په کابل کې د بهرنیو مېشتو ډیپلوماټانو سره یې کتلي دي.

ښاغلی ویلسن ویلي چې له یادې کتنې څخه یې هدف دا و چې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نورو هیوادونو ډيپلوماټکې نمایندګۍ د هغه ګواښ په اړه چې ورسره مخ دي خپله د رسنیو له استازو او د هغوی د ملاتړ ټولونو له خولې واوري.

د امریکا شارژدافیر زیاته کړې چې په دغه کتنه کې د خبریالانو د امنیت ټینګولو د ستراتيژۍ او هغه یو شمېر خبریالانو په اړه چې ژوند یې په خطر کې دی خبرې وکړې.

هغه ویلي چې افغان خبریالانو خپلو راپورونو کې د روڼتیا او ځواب ورکونې برخه کې زړورتیا ښودلې ده.

د بې پولې خبریالانو بنسټ پخپل کلني راپور کې د افغانستان په ګډون پنځه هیوادونه، مکسیکو، هند، پاکستان او عراق د خبریالانو لپاره مرګونې بللې دي.

یاد سازمان ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي چې په وینا یې۸۵ سلنه یې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وروستیو کې میاشتو کې په افغانستان کې څلور خبریالان په وسله والو بریدونو او ماین چاودنو کې ووژل شول.

تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي رئیس د مشرانو جرګې غونډه کې وویل چې پر خبریالانو هدفي بریدونه د «کاروان عبیده» په نوم د طالبانو د یو ګروپ لخوا تر سره کیږي، خو طالبانو بیا ویلي چې د خبریالانو د وژلو پېښو کې لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG