د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د سولې د یوې جامع موافقې په لټه کې یو


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د طالبانو سره د خبرو نوی پړاو د یوې جامع موافقې لټول دي

زلمي خلیلزاد د سولې د نوي پړاو د پیلیدو په اړه پرله پسې څو ټویټونه وکړل. خلیلزاد په دغو ټویټونو کې دا په ډاگه کړله چې د سولې د یوې جامع موافقې په لټه کې دي او یواځې د عسکرو د ایستلو په سر موافقه نه کوي. هغه ولیکل:

"پداسې حال کې چې مونږ د طالبانو سره د خبرو بل پړاو شروع کوو، دا یادونه مهمه ده چې مونږ د سولې د یو مکملې موافقې په لټه کې یو، د (عسکرو د بیرته) وتلو نه."

ښاغلي خلیلزاد خپلې خبرې ته دوام ورکړ او د سولې دغه جامع موافقه یې په څرگنده ټکو کې بیان کړه.

هغه وویل: "د سولې جامع موافقه به څلور برخې ولري. د ترهگرۍ د مخنیوي باورتیا، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یو سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او یو هراړخیز او تلپاتی اوربند. دا هغه چوکاټ دی چې طالبان پرې موافق دي."

ښاغلي خلیلزاد خپله پخوانۍ خبره هم تکرار کړه چې تر څو چې په ټولو مواردو موافقه نه وي شوي، داسې ده لکه په هیڅ شي چې موافقه نه وي شوې.

XS
SM
MD
LG