په ترکیې کې د "انتالیا پروسس" دوه ورځنی کنفرانس د یو شمېر افغان سیاستوالو او مدني فعالانو په ګډون جوړ شو.
دا کنفرانس چې د دوشنبې په ورځ مۍ۲۶ (جوزا پنځمه) پیل شوی و، موخه یې "په افغانستان کې د یوه سوله ایز سیاسي توافق لپاره د هر اړخیزو خبرو اترو د زمینې پیدا کول" او د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د وضعیت څېړل ښودل شوي دي.
د دې کنفرانس ګډونوالو، سیاسي محرومیت، د ملي او نړیوال مشروعیت نه شتون، اقتصادي-ټولنیز کړکېچ او د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو پر وړاندې سختې تګلارې د طالبانو د حاکمیت ځانګړتیاوې وبللې.
د ګډونوالو په وینا، دا کنفرانس"د افغانستان په راتلونکي کې د مدني ټولنې او دموکراتیک ځواکونو د شبکې ونډه" او "د قانون حاکمیت او د ملي مشروعیت" پر بیا احیا کول، متمرکز و.
دغه راز "د افغانستان په راتلونکي کې د مدني ټولنې، سیاستوالو، ښځو او ځوانانو فعاله مشارکت" د دې غونډې اصلي محور بلل کېده.
دا د انتالیا د پروسې څلورم کنفرانس و چې د طالبانو استازي په کې نه وو. دا کنفرانس د مدني ټولنو او د افغانستان دموکراتیک ځواکونو شبکې او د ژنیو د دیالوګ او ترقۍ مرکز لخوا جوړ شوی و.
فورم \ دبحث خونه