د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون غړو لوړه وکړه


د افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون غړو افغانستان په اړه د ژینو نړیوالې ناستې نه یوه ورځ مخکې نن یکشنبه نومبر۲۲ (لیندۍ۲) د لوړې مراسم ترسره کړل.

د ارګ نه په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې همایون حامد، مریم زرمتۍ، او عبدالقیوم نظامي د شپږو کلونو او سید محمد هاشمي او فرخ لقا ددې کمیسیون دری کلن غړیتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له دې مخکې د اروپایي ټولنې په غوښتنې د یاد کمیسیون د جوړېدو فرمان صادر کړی و.

ښاغلي غني په یوه وینا کې د اداري فساد ضد کمیسیون غړو ته وویل: "تاسو ته درکړل شوې دنده دروند مسولیت دی چې د لومړیتوب ورکونې او پرېکړې کولو پرته یې سرته نه شئ رسولی. ستاسو لومړۍ دنده دې ته لومړیتوب ورکونه ده چې په زماني چوکاټ کې باید څه شي ته لومړیتوب ورکړئ."

به پام کې ده چې د ولسمشر غني د غوښتنې پر بنسټ د اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون هرې درې میاشتو کې خپل رپوټ ولسمشر او د افغانستان پارلمان ته وړاندې کړي.

افغان ولسمشر په خپلې وینا کې دا هم وویل چې د یاد کمیسیون غړي به ځانکړي معاشونه ونه لري او د تشکیلاتو ډېروالي سره به هم مخ نه شي.

د ښاغلي غني په وینا اداري فساد سره مبارزه د افغانستان راتلونکی سره تړلې او هېڅ څوک باید د قانون خلاف عمل ونه کړي.

د یاد کمیسیون غړي په داسې حال کې د لوړې مراسم ترسره کوي چې سبا دوشنبه به د افغانستان ملاتړو هېوادو تر منځ نړیواله غونډه وشي.

پدغدې غونډه کې شااوخوا ۸۰ هېوادونه او نړیوال بنسټونه شامل دي چې د افغانستان سره د مرستو په څرنګوالي به بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG