د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت له فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ کړ


له اداري فساد سره د مبارزې د کمېسیون د جوړولو په اړه د اروپايي ټولنې له غوښتنې سره هم‌مهاله د افغانستان جمهور رئیس د دغه کمېسیون د جوړولو فرمان ورکړی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې له فساد سره د مبارزې کمېسیون لپاره پنځه غړي هم ټاکل شوي دي.

ښاغلي صدیقي په خپل ټویټر لیکلي: "د دغه فرمان په اساس همایون حامد، مریم زرمتي، عبدالقیوم نظامي، سیدمحمد هاشمي او فرح لقا له فساد سره د مبارزې کمېسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي".

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۲) له اداري فساد سره د مبارزې په شپږم کلني کنفرانس کې له فساد سره د مبارزې د خپلواک کمېسیون او په دې برخه کې نوې ستراتیژۍ په جوړولو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ون برنډټ وویل افغان حکومت باید په ټولو برخو کې په سیاسي ارادې سره د عامه خدماتو په وړاندې کولو کې د صداقت او ځواب ویلو فرهنګ رامنځ ته کړي، هیڅ استثنا باید وجود ونلري او قانون په ټولو یو شان تطبیق شي.

هغه زیاته کړه: "د لازم نظارت او بررسیو د تامین لپاره پرېږدئ چې دولت وهڅوم ترڅو له فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسیون چې له اوږدې مودې ورته په تمه و جوړ کړي او د فساد ضد یوه اوږدمهاله ستراتيژي تدوین کړي".

د ښاغلي برنډټ په وینا نړیواله ټولنه تمه لري نوې ستراتيژي چې د مدني ټولنې د بنسټونو او نړیوالې ټولنې په مشورو تدوین شوې د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي عملي شي.

هغه همداشان وویل چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو لړ پرمختګونه کړي، خو لا هم د قوانینو او فساد ضد سیاستونو د عملي کولو لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

له فساد سره د مبارزې دغه شپږم کلنی کنفرانس چې په ارګ کې جوړ شوی و په کې د مدني ټولنې، خصوصي سکتور، حکومتي چارواکو او د نړیوالې ټونلې استازو شاوخوا ۱۵۰ تنو ګډون کړی و.

دغه غونډه د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ جینیوا له کنفرانس څخه کابو دوه اونۍ مخکې جوړېږي.

له فساد سره د مبارزې شپږم کلنۍ کنفرانس په داسې حال کې جوړ شوی چې د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیگار) ویلي چې د افغانستان حکومت د سیستماتیک فساد په وړاندې محدود ګامونه پورته کړي او د فساد ضد مبارزې په برخه کې اصلاحات پدې هیواد کې د مقرراتو د ټاکلو او د غونډو د جوړولو په حد کې دي.

XS
SM
MD
LG