د لاس رسي وړ اتصالات

په نړیواله کچه د فساد پر ضد د پمپیو ټینگار


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د فساد د نړیوالې ورځې په مناسبت په نړیواله کچه د فساد سره په مبارزې کې د همکارۍ پر ضرورت ټینگار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو فساد د جرم او جنایت، د ترهگرۍ نه د ملاتړ عامل، د اقتصادي ودې او پراختیا یو خنډ او د دموکراسۍ او قانون د حکومت د کمزوري کولو لامل وگاڼه.

ښاغلي پمپیو په هغه وینا کې چې د فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې نه یوه ورځ مخکې د شنبې په شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه باندې خپره شوې له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د فساد سره د مبارزې په اړوند قوانین او د ملگرو ملتونو د کنوانسیون پریکړې په موثره توگه پلي کړي.

ددغه قوانینو په یو شمیر برخو کې د عمومي اختلاس شویو اموالو بیرته ورکونه، د مالي انتقالاتو لپاره د یو شفاف سیستم جوړول، د فساد په وړاندې د لوړپوړو مقاماتو او بسنټونو ځواب ورکونه او د فساد بربنډول او د هغه په وړاندې اقدام کول شامل دي.

د نړیوالې پرمختیا لپاره امریکایي ادارې USAID هم ټینگار کړی دی چې د اختلاس کوونکو شبکو او افرادو د پیژندنې او سزا ورکونې او د هیوادونو د مدني بنسټونو او قضایي سیستم د غښتلتیا لپاره هر ډول مرستې او همکارۍ ته حاضره ده.

ملګري ملتونه وايي چې هر کال د فساد له کبله د نړۍ اقتصاد ته دوه اعشاریه شپږ ټریلیون ډالر زیان رسیږي.

ملګرو ملتونه وايي چې اداري فساد د یوې جدي جرم دی چې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي چې له کبله یې هیڅ هیواد، سیمه او ټولنه ترې خوندي نه ده.

ملګري ملتونه زیاتوي د فساد په توګه د دوه اعشاریه شپږ ټریلیون ډالر د نړۍ د ناخالصو تولیداتو یا جی ډي پي له پنځو فیصدو څخه زیاتې پیسې دي. دوی وايي چې هر کال د نړۍ په کچه نږدې یو ټریلیون ډالر په بډو کې ورکول کیږي.

د روڼتیا د څار نړیوالې ادارې مدیرې پتریشا موریرا امریکا غږ ته وویل چې تیر کال د نړۍ یو پر څلورمه برخو وګړو د خپلو کارونو ترسره کولو لپاره رشوت ورکړې دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم ویلي چې له فساد سره د مبارزې او د قانون د پلې کیدو په برخه کې کارونه شوي خو په پدې برخه کې لا زیانو اقدماتو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG