د لاس رسي وړ اتصالات

بلفاسټ کې د کډوالو ضد تاوتریخوالی

بلفاست، د شمالي ایرلنډ پلازمېنه، د کډوالو ضد تاوتریخوالي له دوو پرله‌پسې شپو وروسته لا هم له اندېښنو او ناامنۍ سره مخ دی.
بلفاست، د شمالي ایرلنډ پلازمېنه، د کډوالو ضد تاوتریخوالي له دوو پرله‌پسې شپو وروسته لا هم له اندېښنو او ناامنۍ سره مخ دی.

د شمالي ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې د یوه سوداني پناه‌غوښتونکي له لوري د چړې تر برید وروسته د کډوالو ضد تاوتریخوالي خوځښت پېل شوی، چې له امله یې پر یو شمیر استوګنیزو ودانیو، موټرو او عامه تاسیساتو بریدونه شوي او ورسره د کډوالو کورنۍ له وېرې سره مخ دي.

بلفاست، د شمالي ایرلنډ پلازمېنه، د کډوالو ضد تاوتریخوالي له دوو پرله‌پسې شپو وروسته لا هم له اندېښنو او ناامنۍ سره مخ دی. پیښه د جون په نهمه د چاقو تر یوې خونړۍ حملې وروسته پیل شول. په دې حمله کې یو سړی سخت ټپي شو. پولیسو یو ۳۰ کلن سودانی سړی د قتل د هڅې، په عام ځای کې د چاقو لرلو، او د وژلو د ګواښونو په تور نیولی دی. پولیس وایي دا پېښه د ترهګرۍ په توګه نه څېړل کېږي او د راپورونو له مخې بریدګر محکمې ته حاضر کړای شوی.

خو تاوتریخوالی هغه مهال وشو چې د حملې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، د اعتراضونو غوښتنې ډېر ژر په تاوتریخوالي بدلې شوې. ماسک لرونکي کسان د بلفاست سړکونو ته راووتل؛ موټرونه، کورونه او یو ښاري بس ته یې اور واچاوه. په ځینو سیمو کې د کډوالو او قومي اقلیتونو کورنۍ د پولیسو تر ساتنې لاندې له خپلو کورونو وایستل شوې. د شاهدانو په وینا، ځینو کسانو “بهرنیان وباسئ” شعارونه ورکول.

د شمالي ایرلنډ پولیس وایي، اصلي حمله ډېره وحشیانه وه، خو وایې د ټولو خلکو امنیت د پولیسو لومړیتوب دی

د شمالي ایرلنډ د پولیسو مرستیال مشر رایان هېنډرسن ددې پیښې په هکله رسنیو ته وويل: “دې وحشیانه حملې زموږ ټولنې سختې ولړزولې، او زه غواړم ټولو ټولنو ته ډاډ ورکړم چې ستاسو امنیت زموږ لومړیتوب دی.”

سیمه کې کډوال وایي ځان خوندي نه احساسوي او په ویره کې دي چی ممکن په سړک کې به هدف وګرځي.

په بلفاست کې د کانګو هیواد کډوال انسلیمی شیما وایی: “دلته داسې خلک شته چې د شمالي ایرلنډ نه دي. زه چې دلته ژوند کوم، وېرېږم چې ښايي بل وار زه په سړک کې هدف وګرځم. نو نه پوهېږم خپله کورنۍ او خپل ماشومان چېرته بوځم. زما نهه کلن ماشوم هر ډول پوښتنې کوي، او زه نه پوهېږم هغه ته څه ځواب ورکړم.”

د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر دې پېښې ته په اشاره ویلي: « هغه څه چې تېره شپه په بلفاسټ کې شوي، ټکان ورکونکي دي او کاملا د منلو وړ نه دي. دا هیڅ توجیه کیدی نشي،

د شمالي ایرلنډ د کورنیو چارو وزیرې ناومي لونګ ویلي، د یوې جنایي پېښې په پلمه د کډوالو او لږکیو په نښه کول د منلو وړ نه دي. او که خلک یوازې د خپل پوستکي د رنګ یا خپل اصلیت له امله له کورونو شړل کېږي، دا ښکاره نژادپالنه ده. پولیس او سیاستوال وایي، د تاوتریخوالي یوه برخه آنلاین همغږې شوې وه. په ټولنیزو رسنیو کې نه یوازې د اعتراضونو غوښتنې خپرې شوې، بلکې د پناه غوښتونکو د استوګنې ځایونه او د کډوالۍ اړوند کاروبارونو ادرسونه هم شریکې شوې. چارواکو له خلکو غوښتي چې د حملې ویډیو او ناسم معلومات خپرول بند کړي.

د بشري حقونو فعالان اندېښنه لري چې د جرمونو انفرادي پېښې په ټولیز ډول د کډوالو او پناه‌غوښتونکو پر ضد د کرکې د خپرولو لپاره کارول کېږي. دوی خبرداری ورکوي چې دا ډول فضا کولی شي د مهاجرو ټولنو امنیت او ټولنیز یووالی له جدي ګواښ سره مخ دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG