د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام د پغمبر په هکله د فلم پرضد مظاهرې روانې دي


نږدې زرو تنو د افغانستان په پایتخت کابل کې مظاهره وکړه او د مظاهرې په ترڅ کې یې د امریکا نظامي اډې ته نژدې موټرو ته اورونه واچول او د امریکا پرضد یې شعارونه ورکول.

بل پلوه د پاکستان په شمال لویدیځ کې مامورین وايي یو احتجاج کوونکی ، د اسلام ضد فلم د غندنې د مظاهرې په و خت کې د پولیسو سره په نښته کې وژل شویدی.

مقامات وایي دغه احتجاج کوونکی نن د خیبر پښتونخوا د صوبې په بر دېر کې مړ شویدی.

مسلمانان وايي د معصومو مسلمانانو په نوم دغه فلم، پیغمبر محمد ته سپکاوی دی. دغه فلم په مختلفو هیوادونو کې احتجاجونه را پارولي دي.

تیره اونۍ په لیبیا کې د امریکا سفیر او درې نور امریکایي مامورین ووژل شول.
په اسلامي نړۍ کې ددغه فلم له کبله د تشدد په نتېجه کې د غربي سفارتونو امنیت ټینګ شویدی.

اندونیزیايي احتجاج کوونکو نن په جاکارتا کې د امریکا د سفارت نه د باندې د پولیسو سره نښتې کړیدي او د تیلي بمونو بریدونه یې کړیدي.

د اندونیزیا د میدان په ښار کې هم ددغه فلم په ضد مظاهرې شویدي.
پرون سلگونو خلکو په پاکستان کې ددغه فلم د غندنې دپاره احتجاجي مظاهره وکړه اوهغه وخت د پولیسو سره نښتې وکړې چې کوښښ یې کاوه چې په کراچۍ کې د امریکا د قونسلگرۍ خوا ته ځان ورسوي.

په لاهور کې قریب پنځه زرو تنو ددې فلم په ضد احتجاج وکړ. همدا شان د پاکستان په څو نورو ښارونو کې سوله ایزې مظاهرې وشوې.

د مظاهره چیانو یوې وړې ډلې پرون د ترکیې په پای تخت انقرې کې د امریکا د سفارت مخې ته غونډ شول او د امریکا بیرغ ته یې اور واچاوه.

د کالیفورنیا مقاماتو د هغه سړي چې ویل کیږي دغه فلم یی جوړ کړیدی تحقیق کړیدی.

XS
SM
MD
LG