د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو په واشنګټن او لندن کې د پاکستان په ضد مظاهره وکړه


د لندن مظاهره کوونکي
د لندن مظاهره کوونکي

د امریکا په متحدو ایالتونو او انګلنډ کې یو شمېر افغانانو د پاکستان په ضد مظاهره وکړه.

نن جمعه جولای ۲۳ (زمري ۱) په واشنګټن‌ ډي سي کې د پاکستان د سفارت مخې ته یو شمېر افغانان راټول شول او د پاکستان په ضد یې شعارونه ورکړل.

د مظاهره کوونکو لویه غوښتنه دا وه چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور تښتوونکي باید ونیول شي او محکمې ته راکش کړل شي. مظاهره کوونکو شعارونه ورکول: «پاکستانه، شرم وکړه.»

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر لور څو ورځې مخکې تښتول شوې وه چې له دغې پېښې وروسته افغانستان له پاکستان څخه خپل سفیر او دپلوماتان واېستل. پاکستاني‌ چارواکي‌وايي چې هغه تښتول شوې نه وه، خو افغان حکومت وايي چې دا څرګندونې د تحقیقاتو د پایلو تر اعلان مخکې دي.

په واشنګټن ډي سي کې یوې مظاهرې کوونکې سهیلا پاکستان ته په خطاب کې وویل: « موږ مه وژنئ، زموږ ښځې نورې مه کونډې کوئ، موږ نور مه شکنجه کوئ، تاسو د طالبانو ننګه کوئ او افغانستان ته یې استوئ. تاسو هلته خوشحالي کوی‌ او بیا وایی چې افغانستان په موږ تور لګوي.»

په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت مخې ته راټولو شویو مظاهره کوونکو همدغه راز په افغانستان کې د «نیابتي جګړې ختمېدل، اوربند او د سولې غوښتنه» هم کوله.

په واشنګټن سربېره په لندن کې هم یو شمېر افغانانو د پاکستان په ضد مظاهره وکړه. دغو مظاهره کوونکو هم پاکستان تورن کړل چې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي او وسله وال طالبان روزي او افغانستان ته یې استوي.

مظاهره کوونکو شعارونه ورکول: «موږ عدالت غواړو.» دوی د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې په «افغانستان کې د جګړې» څخه لاس واخلي.

د مظاهره کوونکو د دغو شعارونو او تورونو په اړه په واشنګټن او انګلنډ کې لا د پاکستان سفارتونو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

افغان حکومت هم پاکستان تورنوي چې د وسله والو طالبانو ننګه کوي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي او وايي چې د افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG