د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د حکومت ضد لاریون کوونکي اسلام آباد ته ورسیدل


"ازادي لاریون"
"ازادي لاریون"

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام گوند په زرگونو پلاویان د حکومت ضد لاریون په دوام کې د پاکستان پایتخت اسلام آباد ته رسیدلي او اعتراضي خیمې یې لگولې دي.

دغه اعتراض کوونکي د پاکستان حکومت "نامشروع" گڼي او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه کوي.

ښاغلي خان تر اوسه د خپلو سیاسي مخالفانو غوښتنو ته ځواب ندی ویلی او مظاهره کوونکو ته یې خبرداری ورکړی چې هیڅ ډول گډوډي نشي منلی.

دغه مظاهرې د "آزادۍ لاریون" تر عنوان لاندې تیره یکشنبه په کراچۍ ښار کې پیل شوې او اعتراض کوونکي تیره شپه اسلام آباد ته ننوتل.

د اسلام آباد په گوټ گوټ کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او مقاماتو دولتي ودانیو او "سرې ساحې" ته چې پارلمان او بهرني سفارتونه په کې موقعیت لري د اعتراض کوونکو د نژدې کیدو د مخنیوي په خاطر عمده لارې بندې کړې دي.

دا د تیر کال په انتخاباتو کې د عمران خان د بریالیتوب وروسته د هغه د حکومت پر ضد لومړنۍ پراخې مظاهرې دي. عمران خان د فساد ضد مبارزې اود پاکستان د اقتصاد د رغولو په شعار واکمن شو، خو دد هغه سیاسي منتقدین وایي چې ددغو ژمنو په ترسره کولو کې پاته راغلی دی.

مولانا فضل الرحمان، د پاکستان د نفوذ لرونکو مذهبي مشرانو څخه دی چې ددغه مظاهرو مشري کوي. هغه د تیر کال د انتخاباتو شفافیت تر سوال لاندې نیولی او ویلي یې دي چې عمران خان د پوځ په ملاتړ واکمن شوی دی، خو دغه تورونه عمران او همداشان د پاکستان پوځ رد کړي دي.

په اسلام آباد کې د مظاهرو د پراخیدو د خبر سره جوخت د پاکستان په پایتخت کې ښوونځي تړل شوي دي او ترانسپورتي خدمتونه هم گډوډ شوي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، له عمران خان غوښتي چې د مظاهره کوونکو سره سوله ییز چلند وکړي.

د پاکستان د لوی درستیز د ویاند په وینا هغه له دواړو اړخونو – مظاهره کوونکو او حکومت– غوښتي چې د تاوتریخوالي نه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG