د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا او اروپا کې د ایران په ضد د افغانانو مظاهرې


په واشنګټن کې د ایران په ضد په افغانانو مظاهرې
په واشنګټن کې د ایران په ضد په افغانانو مظاهرې

زرګونو افغانانو په واشنګټن ډي سي، لندن او د اروپا په ځینو نورو برخو کې په ایران کې د افغانانو د وژلو په ضد مظاهرې وکړې.

د واشنګټن ډي سي او لندن د یکشنبې په ورځ جون۱۴(غبرګولي ۲۵) مظاهره کوونکو د ایران خلاف شعارونه له ځان سره لېږدول او "موږ عدالت غواړو. موږ لولپه کیږو، مرګ پر ایران" او داسې نور شعارونه ورکول.

په واشنګټن ډي سي کې یو شمېر مظاهره کوونکو امریکا غږ ته وویل چې دوی د "یزد په ښار کې د ایران د پولیسو له لوري د افغانانو د وژلو او د افغانستان-ایران د سرحد په اوږدو کې د هریرود سیند ته د لسګونو افغان کډوالو د غورځولو او له هغوی سره د بد چلند د غندنې لپاره راټول شوي دي. "

د واشنګټن ډي سي مظاهره کوونکي د پاکستان د سفارت مخې ته راټول شوي وو، د پاکستان سفارت د ایران اړوندې چارې هم مخ ته وړې.

مظاهره کوونکو همدغه راز د افغانستان په اړه "د پاکستان د تګلارې په ضد هم شعارونه "ورکول. افغان حکومت پاکستان تورنوي چې افغانستان کې په روانې جګړې کې لاس لري، خو اسلام اباد دا تورونه نه مني.

په دغې مظاهرې کې پر افغانانو سربېره ځینو ایرانیانو او د نورو هېوادونو وګړو هم برخه اخیستې وه.

افغان مظاهره کوونکو د ایران په ضد شعارونه له ځان سره لیږدول
افغان مظاهره کوونکو د ایران په ضد شعارونه له ځان سره لیږدول

پرېکړه لیک

په واشنګټن کې افغان مظاهره کوونکو په پای کې یوه پریکړه لیک هم خپور کړ.

په پرېکړه لیګ کې د ځینو نورو غوښتنو تر څنګ ویل شوي چې "ایران باید د نړیوالو کنوانسیونونو په اساس له افغان کډوالو سره بد چلند ودروي، ملګري ملتونه یا یوه بله مستقله اداره دې وروستۍ پېښې وڅېړې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دې باید د ایران په اړه قوي دریځ خپل کړي".

په پرېکړه لیګ همدغه راز د افغانانو سره د ایراني پولیسو بد چلند غندل شوی او د وروستیو پېښو د عاملینو د محکمې غوښتنه هم شوې ده.

په لندن کې هم ګڼو افغانانو د ایران په ضد مظاهره وکړه. دوی هم د ایران د سفارت مخې ته راټول شوي وو او له افغان کډوالو سره یې د ایراني پولیسو بد چلند وغنده.

مظاهره کوونکو له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او افغان حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې د دغو پېښو عاملین دې محاکمې ته کش کړل شي.​

د افغان سفیر احضارول

تر دغو مظاهرو مخکې په کابل، ننګرهار، هرات، کندهار او هرات کې هم د ایران په ضد احتجاجونه وشول.

په کابل کې ځینو مظاهره کوونکو د ایران د سفارت په دروازې باندې سور رنګ وپاشل او د احتجاج په ډول یې د ایران د ولسمشر حسن روحاني او مذهبي مشر علي خامنه یي تصویرونه او د ایران ملي‌بیرغ وسوځول.

دغه کار ایراني چارواکي پارولي‌ وو او په تهران کې یې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال وربللی او هغه ته یې اعتراض کړی دی.

ایراني چارواکو ویلي دي چې مظاهره کوونکو د ایران د سفارت سپکاوی کړی دی.

افغان حکومت وايي چې ښاغلي لیوال ایراني‌ چارواکو ته ویلي دي چې مظاهره دافغانانو مدني‌ حق دی او که په مظاهرو کې کومه قانوني سرغړونه شوې وي، پلټنه به یې وشي.

په همدې حال کې افغان حکومت وايي چې یو پلاوی به ایران ته استوي چې هلته د افغان کډوالو وضعیت وڅېړي او په اړه یې له ایراني‌ چارواکو سره وغږیږي.

مظاهره کوونکو له ایران څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو سره بد چلند ودروي
مظاهره کوونکو له ایران څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو سره بد چلند ودروي

دا مسایل داسې مهال مخې ته راځي چې څو ورځې مخکې د ایران د یزد په ښار کې ایراني‌ پولیسو د افغان کډوالو پر موټر ډزې وکړې،‌ موټر وسوځېده، درې افغان کډوال مړه او پنځه نور ژوبل شول.

افغان چارواکي‌ وايي‌ تر دې مخکې د ایران-افغانستان د سرحد په اوږدو کې ایراني پولیسو ۴۶ افغان کډوال د هریرود سیند ته ګوزار کړي چې ۱۲ تنه یې مړه شوي، ۱۷ لا هم ورک دي او ۱۷ نور یې ژغورل شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو دا پېښې غندلي او د عاملینو محاکمه یې غوښتې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG