د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د نژادي توپېر ضد او عدالت غوښتنې نوې مظاهرې


مظاهره کوونکي له تور پوستو امریکایانو سره توپیر چلند غندي
مظاهره کوونکي له تور پوستو امریکایانو سره توپیر چلند غندي

د امریکا په یو شمېر ښارونو کې زرګون کسان د نژادي توپیر په ضد او عدالت غوښتنې لپاره لارو او سړکونو ته راوتلي‌ او مظاهرې کوي.

د اورېګن ایالت د پورتلنډ په ښار کې له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې دغه مظاهرې روانې دي.

دا مظاهرې د مېنېسوتا ایالت د مېناپولیس په ښار کې د پولیسو په توقیف کې د یو تور پوستي امریکايي جورج فلوډ له مړینې وروسته پیل شوې دي. دا پېښه شاوخوا دوه میاشتې مخکې وشوه او مظاهره کوونکي یې عمدي پېښه ګڼي.

په همدې حال کې د ټرمپ ادارې پورتلنډ ته د فدرال افسران استولي چې حالت کابو شي، مظاهره کوونکي په دې کار نور هم پارېدلي او د فدرال د افسرانو د موجودیت په خلاف هم اعتراض کوي.

د امریکا په بل ښار سیتل کې پولیسو د شنبې په ماښام د مظاهره کوونکو د خواره واره کولو لپاره اوښلن ګاز او رابړي مرمۍ کارولې دي.

پولیسو ۴۵ مظاهره کوونکي هم نیولي‌ دي. چارواکي وايي څه باندې ۲۰ پولیس افسران هم په دغو مظاهرو کې ژوبل شوي دي.

د تکزاس د استن په ښار کې یو چا د تور پوستو امریکایانو د حقونو د ملاتړو په مظاهرې ډزې کړې او یو کس یې وژلی دی.

د استن ښاروال سټیف ادلر په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "زه پوهېږم چې مظاهرې خطرناکې دې او یو کس وژل شوی دی. زه په دې پېښې له زړه خپه یم."

د کنټکي په لویسویل کې بیا یو شمېر وسله والو د پولیسو له لورې د یوې تورپوستې بریونا ټایلر د وژلو په ضد مظاهره کړې ده.

د دغې ښځې مېړه وايي پر پولیسو یې د غلو ګمان کړی و او ډز یې پرې کړی دی. پولیس د دروازې له ټکولو پرته کور ته ننوتلي او ښځه یې وژلې ده.

چارواکو په دغې قضیې کې دخیل یو پولیس له دندې شړلی، خو په قضیه کې دخیل نور پولیس تورن شوي نه دي.

مظاهره کوونکي وايي چې دا پېښه باید په شفاف ډول وڅېړل شي.

په دغې مظاهرې کې یو شمېر اعتراض کوونکي هم هغه وخت ژوبل شول چې د یو مظاهره کوونکي له ټوپک څخه په ناپامۍ ډز وشو.

XS
SM
MD
LG