د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې د غونډې د جوړیدو په درشل کې د ښځو لاریون؛ 'طالبان په رسمیت مه پیژنئ'


په کابل کې د ښځو لاریون
په کابل کې د ښځو لاریون

د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د جوړیدونکي غونډې په درشل کې یو شمیر افغان میرمنو لاریون کړی او د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګروملتونو څخه یې غوښتي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژني.

دغو لاریون کوونکو چې شمیر یې شاوخوا شلو تنو ته رسیده، د شنبې په ورځ اپریل ۲۹(ثور نهم) د کابل د ښار په واټونو کې د لاریون پر مهال د ښځو د حقونو په ملاتړشعارونه ورکړل.

دغو لاریون کوونکو دغه شعار هم بدرګه کوه: " افغانستان خلک د طالبانو په اسارت کې "- بې غیرته طالبان د ملت د درد مسوول".

دغو لاریون کوونکو د "طالبانو د رسیمت پیژندلو" په سر د بحث لپاره د یوې غونډې د جوړولو په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیوګوټریش مرستیالې میرمن امینه محمد پر هغو څرګندونو هم انتقاد وکړ او ویې ویل " د طالبانو د حاکمې ډلې په رسمیت پیژندل د تروریزم د رسمیت پیژندلو په معنی دي".

ددغه لاریون یوې ګډونوالې شهلا عارفي امریکا غږ ته وویل:" ښځې یو ځل بیا واټونو ته راووتلې او د طالبانو د رسمیت نه پیژندلو په اړه یې خپل غږ اوچت کړ او نړۍ ته یې وویل، چې طالبان په رسمیت ونه پيژنئ".

میرمن عارفي وویل، چې هیله لري چې نړیواله ټولنه به د افغانستان د ستونزې د هواري په لټه کې وي، نه د طالبانو د رسمیت پیژندلو په لټه کې. د ښځو د حقونو ددغې فعالې د وینا پراساس د طالبانو رسمیت پیژندل به د افغانستان ستونزې په ځانګړي ډول د ښځو ستونزې لا زیاتې کړي.

په دې وروستیو کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې میرمن امین محمد امریکا کې د پرینسټون پوهنتون کې یوې غونډې ته په وینا کې طالبانو سره تعامل په اړتیا د ټینګار په ترڅ کې ویلي و، چې ملګري ملتونه په راتلوونکو ورځو کې د " طالبانو د رسیمت پيزندلو" په سر د بحث لپاره د یوې غونډې د جوړیدو په لټه کې دي. د میرمن محمد دغه څرګندونې د افغانستان په دننه او بهر کې د پراخوغبرګونونو سره مخ شوې.

ټاکل شوې د راروانې دوشنبې او سه شنبې په ورځو د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب یوه غونډه جوړه شي. په پام کې دي، چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د ۲۲ هیوادونو او دوو نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې میرمن لیلا بسیم وویل:" د ملګروملتونو ټولنه، د بشري حقونو ادارې او د ښځو د حقونو ملاتړې ادارې، لعنت پر تاسو، شرم دې وي تاسو ته چې د یو ملت راتلوونکي باندې لوبې کوئ او لګیا یاست یوه سخت دریځه، افراطي او د ښځو مخالفه ډله په رسمیت پیژنئ".

همداشان میرمن بسیم د ملګروملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ته په خطاب کې وویل، چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره یې معیار څه دی.

کابل کې دغو میرمنو د طالبانو د احتمالي رسمیت پيژندلو په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي، چې تیره ورځ د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل، چې د دوحې د غونډې د جوړیدو موضوع د طالبانو رسمیت پیژندل نه دي، بلکې د ښاغلي دوجاریک په وینا د افغانستان د وضعیت لپاره د یو حل لارې د لټولو په برخه کې د یو نړیوال تعامل د پیاوړي کیدو په سر خبرې کیږي.

ښاغلي دوجاریک وویل، چې د دوحې غونډه دافغانستان د روان وضعیت څخه د وتلو لپاره په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو ، ټولشموله حکومت، د تروریزم او مخدره توکو سره د مبارزې په برخو کې د یو تلپاتې حل د لټولو په برخه کې د یو واحد پیغام ته د رسیدلو لپاره جوړیږي.

کابل کې د معترضو ښځو لاریون په پریکړه لیک کې خبرداری ورکړل شوی، چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په صورت کې به نړیواله ټولنه د بشري حقونو د سرغړونو او د ترورزیم څخه د زیږنده ګواښونو مسولیت په غاړه ولري.

طالبانو حکومت لا تراوسه د معترضو ښځو لاریون او څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو حکومت په رسمیت پيزندل د ملګروملتونو مسولیت ګڼلی و او ددغې ادارې څخه یې د رسمیت پیژندلو د بهیر د بشپړیدو غوښتنه کړې وه. ښاغلي مجاهد امریکا غږ ته ویلي و، چې د طالبانود حکومت رسمیت پيزندل به د هیوادونو ترمنځ پرتو ستونزو ته د حل په لټولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG