د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا د پریکړه لیک هرکلی؛ افغانستان سره د تعامل لپاره د لارې د نقشې په ترتیبولو د خلیلزاد ټینګار


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د سولې په چارو کې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د کړنو غندنې لپاره د ملګروملتونو د امنیت د شورا د پریکړه لیک هرکلی کړی او افغانستان سره یې د نړۍ په تعامل باندې ټینګار کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد د شنبې په ورځ اپریل ۲۹ (ثور نهم) د خپل ټویټر په پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې د امنیت د شورا د دغه پریکړه لیک تصویب افغانستان او په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته د "نړۍ هیلې" منعکس کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوایي ۷) په یو پریکړه لیک کې د رایو په غوڅ اکثریت د طالبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په تعلیم او کار کولو بندیزونه وغندل او د دې ډلې څخه یې د دې بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړله.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي د اسلام د دین د احکامو او نړیوالو قوانینو پر اساس د ښځو او نجونو د زده کړو او کارپر حقونو د ټینګار په ترڅ کې ویلي: "دا ډیره زیاته مهمه ده، چې نړیواله ټولنه افغانستان سره د تعامل په برخه کې د لارې د نقشې د ترتیبولو په برخه کې هڅه وکړي. ددې پریکړه لیک د تصویب وروسته په راتلوونکي اونۍ کې په دوحه کې د ملګروملتونو غونډه ددې کار لپاره یو ښه فرصت دی".

د امنیت شورا په دغه پریکړه لیک کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه به په داسې حال کې څنډې ته پاتې نشي چې په افغانستان کې نجونې او میرمنې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو څخه محرومې وي.

د امنیت شورا د "ټولو هیوادونو او سازمانونو څخه وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي" ترڅو طالبان د ښځو پر وړاندې خپلې پالیسۍ او کړنې بدلې کړي.

د طالبانو د حکومت غبرګون

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ته په غبرګون کې ویلي، چې باید د افغانستان کورنیو مسایلو ته درناوی وشي.

دغه وزارت د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک ځینې برخې غندلي او ویلي دي، چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو د کلکې ژمنې له مخې د افغان میرمنو او نجونو مسله د افغانستان کورنۍ مسله ده او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې پر اساس په نورو هیوادونو هیڅ اغیز نلري.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې پرښځو باندې د کار او تعلیم په ګډون ډیر محدودیتونه لګولي دي.

دغې ډلې نه یوازې ښځې په دولتي ادارو او غیر حکومتي موسسو کې له کار څخه منع کړي، بلکې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې هم له زده کړو محرومې کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ځانګړي استازي سربیره یو شمیر نړیوالو شخصیتونو او سازمانو هم د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ ددغه پریکړه لیک د تصویبیدو هرکلی کړی دی.

ښاغلي ویسټ د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي: "خوشاله یم، چې په دوحه کې د څو هیوادونو د نږدې همغږۍ په سر د بحث لپاره د جوړیدونکي غوندې دمخه د افغانانو سره د ملاتړ په برخه کې دغسې یووالی وینم".

همداشان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د خپل ټویټر په پاڼه ددې پریکړه لیک د هرکلي ترڅنګ د متحده عربي اماراتو، جاپان او د ملګروملتونو د ښځو د ادارې څخه هم د پریکړه لیک د تصویبیدو له امله مننه کړې ده.

ټاکل شوې د را روانې دوشنبې او سه شنبې په ورځو د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د قطر په پایتخت دوحه کې یوه غونډه جوړه شي.

ملګروملتونو ویلي، چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي برخه واخلي او ددغه هیواد د بحران څخه د وتلو په لارو چارو بحث وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو استازي دې غونډې ته نه دي بلل شوي.

XS
SM
MD
LG