د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ: د امنیت شورا پریکړه لیک د افغانستان د نیمايي نفوس ځپل وغندل


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ
افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت د شورا د پریکړه لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په دوحه کې د ځانګړو استازو د غونډې څو ورځې دمخه " امنیت شورا" دا قوي پریکړه لیک تصویب کړی دی.

ښاغلي ویسټ د جمعې په ورځ ناوخته په څو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي: "د رایو په اکثریت د امنیت شورا له خوا تصویب شوی قوي پریکړه لیک د طالبانو له خوا د افغانستان د نیمايي نفوس ځپل غندي او د خپلو ګډو ګټو پر اساس د تروریزم سره د مبارزې او بشري اړتیاوپه برخو کې د ګډ هدف ژمنه کوي".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوایي۷) په یو پریکړه لیک کې د رایو په غوڅ اکثریت د طالبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په تعلیم او کار کولو بندیزونه وغندل او د دې ډلې څخه یې د دې بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړله.

د امنیت شورا په دغه پریکړه لیک کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه به په داسې حال کې څنډې ته پاتې نشي چې په افغانستان کې نجونې او میرمنې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو څخه محرومې وي.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د متحده عربي اماراتو او د جاپان څخه، چې د دغه پریکړه لیک وړاندیز یې کړی و، هم مننه کړې او ویلي دي، چې د دغه پریکړه لیک څخه " ۹۲ هیوادونو، چې ۲۷ یې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان غړي دي ملاتړ کړی دی".

همداشان ښاغلي ویسټ لیکلي دي: "خوشاله یم، چې په دوحه کې د څو هیوادونو د نږدې همغږۍ په سر د بحث لپاره د جوړیدونکي غونډې دمخه د افغانانو سره د ملاتړ په برخه کې دغسې یووالی وینم".

ټاکل شوې د را روانې دوشنبې او سه شنبې په ورځو د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د قطر په پایتخت دوحه کې یوه غونډه جوړه شي.

ملګروملتونو ویلي، چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي برخه واخلي او ددغه هیواد د بحران څخه د وتلو په لارو چارو به بحث وکړي.

ملګروملتونو ویلي، د طالبانو استازي دې غونډې ته نه دي بلل شوي.

په عین وخت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرې لینډا تامس ګرینفیلډ، هم په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک هرکلی کړی دی.

میرمن ګرینفیلډ ویلي: "د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک، چې د رایو په اکثریت تصویب شو طالبانو ته یې یو روښانه پیغام واستوه: مونږ د ښځو او نجونو ځپل غندو او ستاسو فرمانونه، چې دفاع ورڅخه نشي کیدلی د لغوه کیدو غوښتونکي یو. په داسې حال کې، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د خپلو بشري حقونو او اساسي ازادیو څخه محرومې دي نړیواله ټولنه به چپه پاتې نشي".

همداشان میرمن ګرینفیلډ ویلي، چې طالبانو نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو پر خلاف ښځې او نجونې د کار او زده کړو څخه منع کړي دي او "دغه ظالمانه حکمونه د افغانستان د ثبات، اقتصادي هوساینې او راتلوونګي ودې مخه نیسي. هغوی ښځې او نجونې د جنسیت او جنسي استثمار پر اساس د تاوتریخوالي د لا زیات ګواښ سره مخ کوي. هغوی (طالبان) هغو افغانانو ته د ژغورونکو بشردوستانه مرستو د رسیدلو مخه نیسي، چې ورته ډیره زیاته اړتیا لري".

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې پرښځو باندې د کار او تعلیم په ګډون ډیر محدودیتونه لګولي دي. دغې ډلې نه یوازې ښځې په دولتي ادارو او غیر حکومتي موسسو کې له کار څخه منع کړي، بلکې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې هم له زده کړومحرومې کړي دي.

XS
SM
MD
LG