د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ښځو په تعلیم او کار د طالبانو بندیزونه وغندل


د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوایي۷) په یو پریکړه لیک کې د رایو په غوڅ اکثریت د طالبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په تعلیم او کار کولو بندیزونه وغندل او د دې ډلې څخه یې د دې بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړله.

د نړۍ څه باندې ۹۰ هیوادونو د دې پریکړه لیک ملاتړ کړی.

د امنیت شورا په اعلامیې کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه به پداسې حال کې څنډې ته پاتې نشي چې په افغانستان کې نجونې او میرمنې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو څخه محرومې وي.

په پریکړه کې کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو ویلي چې طالبانو ته یې پیغام ښکاره دی، "مونږ ستاسو لخوا د افغان میرمنو او نجونو ځپنه غندو او په چټکه توګه د نه دفاع کیدونکو فرمانونو بیرته اخیستل مو غواړو".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۹۳۱۴م پریکړه لیک کې د افغانستان د خودمختارۍ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د افغان ولس د ملاتړ د دوام لپاره په ټینګې ژمنې ټینګار شوی.

په پریکړه لیک کې همدارنګه د سوله ایز، ثبات لرونکي، نیکمرغه او داسې افغانستان سره په ملاتړ ټینګار شوی چې ټول پکې برخه ولري. همدارنګه پکې د داسې سیاسي آیندې او پرمختګ لپاره د ملاتړ ژمنه شوې چې هر اړخیزه او د سرنوشت ټاکل یې د افغانانو تر مشرۍ لاندې او د افغانانو په مالکیت کې وي.

متحدو عربو اماراتو او جاپان دا پرېکړه لیک ترتیب کړی و.

طالبانو د ۲۰۲۱‍ د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې د ښځو په کار او تعلیم او نورو اساسي ازادیو باندې کلک بندیزونه ولګول او د نجونو متوسطه او عالي لېسې او پوهنتونونه یې هم وتړل.

د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د طالبانو دا اقدامات د ملګرو ملتونو په تاریخ کې «بې سابقه» بلل شوي او ویل شوي‌ چې دا اقدامات بشري حقونه او بشردوستانه اصول کمزوري کوي.

په پرېکړه لیک کې د ښځو په حیاتي رول او نقش باندې تاکید شوی دی.

ملګري ملتونه داسې مهال په دې مسئلې باندې رایه ورکړه چې ټاکل شوې د دغه سازمان عمومي منشي انتوني ګوتېرش د مۍ په لومړۍ او دویمه نېټه په قطر کې د افغانستان د وضعیت د اروزنې په اړه د یو کنفرانس کوربتوب وکړي.

په دغه کنفرانس کې به د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

ملګري ملتونه وايي دا غونډه به د بندو دروازو تر شاه کېږي‌ او ګډونوال به یې د افغانستان وضعیت ته د یوې پایداره حل لارې د موندلو په اړه بحثونه کوي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازه په یو غږېز پیغام کې ویلي دي چې بهرنیانو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په «اسلامي چارو» کې لاس ووهي.

نوموړي ویلي دي چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته په افغانستان کې د «شریعت» په اساس یو دولت جوړ شوی دی.

تر دې دمه د نړۍ هېڅ یو هېواد هم د طالبانو نظام په رسمیت پېژندلی نه دی.

ټاکل شوې چې د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ته د رسېدګۍ په اړه هم تاکید وشي.

په پرېکړه لیک کې به د «یو سوله ایز، با ثباته، سوکاله» او ټول شموله افغانستان او د دغه هېواد د سیاسي اینده او پرمختګ د لارې د ټاکلو په اړه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ټېنګار وشي.

افغانستان دا مهال په نړۍ کې یو لوی اضطراري حالت ګڼل کېږي. ملګري ملتونه وايي چې شاوخوا ۲۸ میلیون نفوس له فقر سره لاس او ګریوان دي.

XS
SM
MD
LG