د لاس رسي وړ اتصالات

په مسکو کې د طالبانو د مخالفینو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه


"افغانستان د تېر او راتلونکي تر منځ: د عادلانه سولې او تلپاتې پرمختګ په لاره کې" تر سرلیک لاندې د طالبانو د مخالفو مشرانو غونډه په مسکو کې جوړه شوه.

دغه غونډه چې د "عادلې روسیه" ګوند او د هغه هېواد د علومو اکاډمۍ په ملاتړ جوړه شوې، د افغانستان لسګونو مشهورو سیاسي، ملکي او نظامي مشرانو او غړو او همدارنګه د روسیې سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی دی.

د "ملي مقاومت جبهې" په نامه د طالبانو د حکومت یوې مخالفې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغې جبهې مشر احمدمسعود په مسکو کې د افغانستان په اړه په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره د یو پلاوي په مشرۍ د روسیې پایتخت ته رسیدلی دی.

دغې جبهې د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۳ ( لیندۍ دوییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې "افغانستان د تیر او راتلوونکی ترمنځ: د یوې عادلانه سولې په لار او تل پاتې پرمختګ" تر نامه لاندې دغه د نن ورځې کنفرانس د روسیې د پارلمان د عدالت د ګوند او ددغه هیواد د علومو د اکاډومۍ له خوا جوړ شوی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "دا کنفرانس د 'یوې عادلې نړۍ' د روسیې د پارلمان د عدالت ګوند په ملاتړ او د روسیې د علومو د اکاډومۍ له خوا د افغانستان د لسګونو سیاسي مشرانو او مدني او نظامي او سیاسي لوړپوړو غړو او د روسیې د فدراسیون د کارپوهانو په ګډون ترتیب شوی دی".

ددې اعلامیې له مخې احمد مسعود او د روسیې د عدالت د ګوند مشر سرګي ميرانوف چې ددغه هیواد د پارلمان مرستیال هم دی ددغه کنفرانس په ویناوالو کې شامل دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د کنفرانس هدف په افغانستان کې د ثبات په اړه د روسیې لیوالتیا او د افراطیت او تروریزم او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د یو ټولشموله بهیر رامنځ ته کیدل، تولنیز او بشرپاله پرمختګ او نړیواله اقتصادي همکاري ده".

د راپورونو له مخې په دې کنفرانس کې د احمد مسعود سربیره د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق، د ښځو او مدني ټولنې ځینې غړي او د پخواني رژیم ځینې پخواني لوړپوړې چارواکي هم ګډون کوي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا لومړی ځل دی چې روسیه په مسکو کې د طالبانو د حکومت د مخالفو مشرانو په ګډون دغسې یو کنفرانس جوړوي.

دې کنفرانس کې د طالبانو استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. طالبانو لا تراوسه ددغه کنفرانس د جوړیدو په اړه چې تر ډیره د روسیې د عدالت د ګوند مشر او ددغه هیواد د پارلمان مرستیال سرګي ميرانوف په نوښت جوړ شوی تبصره نه ده کړې. سرګي ميرانوف د روسیې په پارلمان کې ۲۰ څوکۍ لري.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړ شوی چې په دې وروستیو کې د روسیې چارواکو له خوا په طالبانو باندې انتقادونه زیات شوي دي.

افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ترکیې د دولتي اژانس اناتولې سره په یوه ځانګړې مرکه کې، چې د اکتوبر۱۲ (تلې۲۰) خپره شوې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو رسمیت پیژندلو په اړه ویلي، چې دا کار هغه مهال کیدای شي، چې طالبان د ټولشموله حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

هغه ویلي، چې د ټولشموله حکومت جوړیدل به د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب او د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو بهیر سره مرسته وکړي.

ضمیر کابلوف ټینګار کړی، چې رسمیت پيژندل د هر هیواد لپاره، چې د نړیوالې ټولنې د نورو غړو سره د پرمختګ او عادي روابطو د ټینګولو هیله لري اهمیت لري، طالبانو ته هم په کار دي، چې په دې لار کې ګامونه پورته کړي.

د روسیې دغه لوړپوړې دپلومات ویلي، چې په مجموعي ډول تاجک، هزاره، اوزبیک او ترکمن قومونه، چې ددغه دپلومات د وینا له مخې د افغانستان له نیمايي نفوس څخه زیات نفوس جوړوي باید د خپلې رایې د حق او په ټاکنو کې د ګډون له حق څخه برخمن اوسي.

ضمیر کابلوف ویلي، چې روسیه طالبانو ته دا نه دیکته کوي "چې کوم څوک او څه وخت باید په حکومت کې حضور ولري"، خو دا اصل یو سنتي عادي دولت ته" د افغانستان د بدلون لپاره مهم دی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلي، خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل په افغانستان کې د ښځو او مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو خوندیتوب په ګډون د بشري وضعیت په برخه کې د طالبانو د اقداماتو پورې مربوط ګنلي دي او ویلي دي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي نو د افغان نجونو او میرمنو پر وړاندې دې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG