د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: تاجیکستان وايي د طالبانو حکومت هیڅ د ستایلو وړ کار نه دی کړی


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ‌طالب چارواکو سره د خبرو اترو پر مهال
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ‌طالب چارواکو سره د خبرو اترو پر مهال

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د نشه یي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تاجیکستان حکومت د طالبانو له هڅو څخه راضي نه دی او په دوشنبې کې چارواکي په دې باور دي، چې د طالبانو کار د ستایلو وړ نه دی.

د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله،‌ کابلوف د افغانستان لپاره د "مسکو فارمټ" وروستۍ ناستې ته په اشارې سره ویلي، چې د دې ناستې "ډېری ګډونوال له داعش سره د مبارزې په موخه د طالبانو له هڅو راضي وو" او له طالبان یې غوښتې چې دغو هڅو ته دوام ورکړي، ځکه چې دا د سیمې د امنیت په ګټه ده.

کابلوف زیاته کړې: "زموږ تاجیکستاني شریکانو پر افغانستان ډېرې نیوکې وکړې- دا د تاجیکستان د مشرتابه برداشت او نظر دی- دوی پدې اند دي، چې طالبانو داسې څه نه دي کړي چې د ستاینې وړ وي."

خو ددې سره سره، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، چې د "مسکو فارمټ" د ناستې نور ګډونوال بیا د تاجیکستان له دې نظر سره مخالف وو.

د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د مسکو فارمټ د مشورتي ناستې ‎په لړ کې چې د روسیې د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې د روسيې، هند، ايران، قزاقستان، قرغیزستان، چين، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبیکستان او د طالبانو د حکومت د یو پلاوي په ګډون جوړه شوې وه، د سپټمبر پر ۲۹مه نېټه، په افغانستان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت په جوړیدو، د ښځو حقونو په تامین او د تروریزم سره د مبارزي په غوښتنه پای ته ورسیده.

د دغې ناستې په وروستۍ اعلاميه کښې په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د نه جوړولو له امله په طالبانو باندې د نيوکو سره سره، له داعش‌ډلې سره د جدي مبارزې او په افغانستان کښې د نشه یې توکو د کرکيلې، توليد او قاچاق په ډګر کښې د دغې ډلې د کار ستاينه شوې ده.

کابلوف وايي، چې د تاجیکستان استازي د 'مسکو فارمټ' د ناستې د نورو ګډونوالو سره د نظر مخالفت له امله نه غوښتل چې د دغه ناستې په وروستۍ اعلاميه کې دې د تاجیکستان نوم ولیکل شي. هغه وويل: "موږ د خپل متحد [تاجیکستان] ملي دريځ ته درناوى وکړ او د هغوى له وړانديز سره مو موافقه وکړه."

د مسکو له ناستې یوه اوونۍ وړاندې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان څخه د نشه ‎یې توکو قاچاق زیات شوی دی.

هغه وويل، تاجیکستان په دې موده کې پر خپله پوله له لس ټنو څخه زیات نشه يي توکي کشف او ضبظ کړي دي، چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زياتوالى ښيي.

همداشان دوه میاشتې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان د میتامفیتامین او هیروینو په یو ستر تولیدونکی هېواد بدل شوی او د دغه نشه يي توکو ډېره برخه د ددغه هېواد (افغانستان) له پولو بهر قاچاق کېږي.

خو طالب چارواکي ادعا کوي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر د دغې ډلې حکومت په دې اړه "رغنده او اغېزمن ګامونه" اخیستي چې په پایله کې یې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکیله او تولید، صفر ته رسېدلی دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG