د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا د استیناف یوې محکمې روانډا ته د پناه غوښتوونکو د استولو پلان غیر قانوني وباله


په بریتانیا کې د استیناف یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ، د جون ۲۹مه (چنګاښ ۸مه) د رونډا هیواد ته د د بریتانیا د حکومت لخوا د پناه غوښتوونکو د استولو پلان غیرقانوني اعلام کړ.

محکمې په خپلې پریکړې کې ویلي چې روانډا یو دریم خوندي هیواد نه شي کیدی او ښايې هغه پناه غوښتوونکې چې له دغه هېواد څخه بیرته خپلو اصلي ټاټوبو ته استول کیږي، د ځورونې سره مخ شي.‌

په لندن کې یاد محکمې درې قاضیانو ویلي، تر هغه چې د روانډا د پناه غوښتنې سیسټم کې نیمګړتیاوې اصلاح نه شي، "دغه هېواد ته د پناه غوښتوونکو استول به غیر قانوني وي."

قاضیانو وویل: "په روانډا کې د پناه غوښتنې په سیسټم کې تر ډ‌یره بریده نیمګړي او د پام وړ داسې دلایل شتون لري چې روانډا ته استول شوي پناه غوښتوونکې به بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته لیږل کیږي، چیرې چې دوی د ځورونې یا نورو غیر انساني چال چلند سره مخ شوي دي."

د محکمې دغه پریکړه پداسې حال کې اعلامیږي چې روندا او بریتانیا تیر کال دغه هېواد ته د پناه غوښتوونکو د استولو په هکله یو تړون لاسلیک کړ.

ددغه پلان پر بنسټ په بریتانیا کې د ریشي سوناک په مشرۍ د محافظه کار ګوند حکومت پلان لري چې زرګونه کډوال چې دې هیواد ته په غیر قانوني توګه راغلي څه باندې ۶۴۰۰ کیلو میتره لیرې مرکزي افریقا کې پروت روندا هېواد ته واستوي او له هغه ځایه به د خپلې پناه غوښتنې بهیر پرمخ بیایي. خو دغه طرحه د بشري حقونو او خیریه موسسو له غبرګوونو سره مخامخ شوې ده.

د بریتانیا د استیناف محکمې قاضیانو هم وویل چې پدې اړه د روانډا تضمینونه د قناعت وړ نه وو او زیاته یې کړه: "روانډا ته د هر پناه غوښتوونکي استول به د بشري حقونو په اړه د اروپا د کنوانسیون د دریمې مادې څخه سرغړونه وي"، کوم چې وایي، هیڅوک باید شکنجه یا د غیر انساني چال چلند او ځوروني سره مخامخ نشي.‌

د رونډا د حکومت غبرګون

خو بلخوا د روانډا حکومت د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې دا پلان ته ژمن دی. د حکومت ویاندې یولاند ماکولو وویل: "په داسې حال کې چې دا د بریتانیا د قضایی سیسټم پریکړه ده، خو موږ د دې پریکړې سره موافق نه یو چې روانډا د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره خوندي هیواد نه دی."

نوموړي ټینګار وکړ چې رونډا"په نړۍ کې یو له خوندي هیوادونو څخه دی" او زیاته یې کړه چې "موږ د کډوالو سره د ښه چال چلند له امله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ د (یو این ایچ سي ار) او نورو نړیوالو ادارو لخوا پیژندل شوي یو". هغه وویل چې: "روانډا دې کډ کار ته په بشپړ ډول ژمن دی."

د بریتانیا د استناف محکمې دغه پریکړه پداسې حال کې اعلامیږي‌ چې یو شمیر افغانان هم د مانش د چینل له لارې بریتانیا ته د اوښتلو په تکل د فرانسې دغې ساحلي سیمې ته ځي.

تیر کال بریتانیا ته د فرانسې څخه ددغه چینل له لارې په وړو کښتیو کې په بې ساري توګه ۴۵ زره کډوال په وړو کښتیو کې ورغلي وو پداسې حال کې د روان میلادي کال د پیل راهیسې بیا څه باندې ۱۱ زره پنا غوښتونکي په همدې لارې برتانیې ته رسیدلي دي.

د بریتانیا د صدراعظم ریشي سوناک ښي اړخي محافظه کار حکومت بریتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې د ورتلونکو ناقانونه کډوالو مخنیوی خپل لومړیتوب ګڼلی دی. خو کډوال نږدې هره ورځ له دې خطرناکې لارې بریتانیا ته د اوښتلو تکل کوي.

په ورته وخت کې د برتانیا لومړي وزیر ریشي سونک روانډا ته د کډوالو د لېږدولو د پلان ملاتړ کړی او په وار وار یې د دغو کښتیو د تګ راتګ د مخنیوي ژمنه کړې ده.

سونک ویلي دي چې د قاچاق وړونکو ډلو د ځپلو او په مانش چینل کې د نورو غمیزو د مخنیوي لپاره بیړني اقدام ته اړتیا ده.

سوناک د پنجشنبې په ورځ وویل، پداسې حال کې چې حکومت یې د استناف محکمې یادې پریکړې ته درناوی لري، خو زیاته یې کړه چې دغه پریکړې به د انګلستان سترې محکمې ته وړي. هغه وویل: " زه د محکمې پریکړې ته درناوی لرم، خو په‌ ټولیږه توګه د پایلو سره یې موافق نه یم."

روانډا یو لږ پرمختللی هیواد دی او تمه کیږي چې هغه کډوال چې د ښه ژوند په لټه کې بریتانیا ته راځي هلته به د خپلو هیلو د تعقیب لپاره ډ‌یره لږه موکه ولري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، د ملګرو ملتونو او روانډا د هوکړې له مخې تر اوسه سلګونه کسان دغه هېواد ته استول شوي، خو له برتانیا سره د شوې هوکړې له مخې روانډا ته لېږل شوي کسان باید په روانډا کې د پناه غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG