د لاس رسي وړ اتصالات

اپل، تیر کال ٧۴ میلیارده ډالره وگټل


د اپل کمپنۍ ای فون ٦ او ای فون ٦ پلس
د اپل کمپنۍ ای فون ٦ او ای فون ٦ پلس

د اپل کمپنۍ تیره ورځ وویل چې د تیرکال په وروستیو درې میاشتو کې یې ٧۴ عشاریه پنځه میلیونه لاسي تلیفونونه پلورلي دي او په دې توگه یې د څیړونکو هغه وړاندوینې ماتې کړې چې د اپل د وروستني تولید په هکله یې کړې وې.

اپل د سپتمبر په میاشت کې خپل ایفون ٦ او ای فون پلس بازار ته وړاندې کړل.

د ای فون بیساري خرڅلاو د اپل کمپنۍ ټول کلنی عاید ٧۴ عشاریه شپږ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړ چې د تیر کال په پرتله په سلو کې دیرش زیاتوالی په کې راغلی دی.

د اپل کمپنۍ اجرایي رئیس تیم کوک وایي د ای فون تیلفونونو ته تقاضا په لوړیدو ده. هغه زیاته کړه چې کیدای شول پایلې له دې هم زیاتې وای کچیرې د بهرنیو هیوادونو په خرڅلاو باندې د ډالر د لوړارزښت اثر نه وای.

د اپل کمپنۍ د اسهامو لوړیدل
د اپل کمپنۍ د اسهامو لوړیدل

د تیر کال په وروستیو دریو میاشتو کې د اپل خالصه گټه ٣٨٪ ته لوړه شوه چې ١٨ میلیارده ډالره کیږي او لکه څنگه چې اپل ویلي دي په هر سهم کې یې درې عشاریه صفر شپږ ډالره گټه ترلاسه کړې ده. په داسې حال کې چې د بازار څیړونکو چې د "فکت سیت" موسسې له خوا پوښتل شوي وو د ٧٦ عشاریه ٣٩ میلیارده ډالرو د نفعې په هر سهم کې یې د دوه ډالرو شپیته سنتو د لوړوالي اټکل کړی و.

له بلې خوا د اپل کمپنۍ مالي مشر لوکا مایستري په یوه مرکه کې ویلي چې د ډالر د ارزښت د زیاتوالي سره سره چې نورې کمپنۍ لکه میکروسافت چې د گټې په هکله یې د خپلو وړاندوینو کچه یې ټیټه ښودلې، د اپل عاید به په دې فصل کې د تیر کال په پرتله د١۴ څخه تر شل فیصدو پورې لوړ شي.

ښاغلی مایستري په داسې حال کې چېد دسمبر د میاشتې پایلې حیرانوونکې گڼي وایي "مونږ په مارچ کې د کال د لومړیو دریو میاشتو د پایلو په هکله ډیر ښه احساس لرو."

د اپل کمپنۍ د خپل ای فون د لړۍ په هر تولید سره ریکارډ ټینگ کړی دی. په مقایسوي ډول دې کمپنۍ د ٢٠١٣ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د ای فون ٥ اس او ای فون ٥ سي، ٥١ میلیونه سمارت یا پرمختللي تلیفونونه خرڅ کړي و.

کله چې نورو کمپنیو لکه سمسونگ لوی سکرین لرونکي پرمختللي تلیفونونه بازار ته وړاندې کول د اپل کمپنۍ ډډه کوله، خو د اپل ای فون ٦ او ای فون ٦ پلس په وړاندې کولو سره یې په دې برخه کې هم سیالي پیل کړه.

د تکنالوژۍ یو څیړونکی وان بکر وایي " دې کار زیات وخت ونیو اپل دا حقیقت ومني چې بازار د ستر سکرین تقاضا کوي."

د اپل کمپنۍ د پرمختللو تلیفونونو د خرڅلاو پرمختگ د وړاندوینو سره سره د دې کمپنۍ د "ای فاد" تولیداتو خرڅلاو راټیټ کړ. دې کمپنۍ څه دپاسه ٢١ میلیونه ای فاد صفحې وپلورلې چې دا د تیر کال په پرتله ٢٢٪ کموالی ښي. همداشان د مک کمپیوترونو خرڅلاو ٩٪ لوړ شو، او اپل د نړۍ په گوټ گوټ کې گټه ترلاسه کړه.

د هوواوي او ژیاومي په نامه چنیایي تولیدات
د هوواوي او ژیاومي په نامه چنیایي تولیدات

نویو تولیداتو د اپل سره مرسته وکړه چې د چین په بازار کې خپله ونډه ترلاسه کړي. اپل د هیوادونو په کچه د ای فون د پلورنو شیمره نه په ډاگه کوي، خو هغه رپوټ چې د سه شنبې په ورځ د کنالیس د څیړنیزې موسسې له خوا خپور شو اټکل کوي چې د اپل کمپنۍ د جنوبي کوریا د سمسونگ او د هوواوي او ژیاومي په نامه د چنیایي کمپنیو د تولیداتو په پرتله د تیر کال په وروستیو دریو میاشتیو کې په چین کې زیات پرمختللي تلیفونونه خرڅ کړي دي.

XS
SM
MD
LG