د لاس رسي وړ اتصالات

آیا امریکا ته نوي راغلي افغانان د کار اجازه لري؟


له افغانستان څخه د تخیلې په بهیر کې په لس ګونه زره افغانان له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالتونو ته لیږدول شوي دي او یو شمیر یې چې اوس هم اسناد او مدارک نلري، په لنډمهاله پناه ځایونو او نظامي مراکزو کې ساتل کیږي.

په امریکا کې د مهاجرینو د منلو د بشر دوستانه قوانینو له مخې، هغه کسان چې د لنډمهاله اقامت د بشر دوستانه پروګرام په چوکاټ کې دغه هیواد ته راوستل کیږي، د خپلو اسنادو د قانوني پړاوونو او د لنډمهاله اقامت د سند تر اخیستلو پورې د کار اجازه نلري.

خو دا چې په افغانستان کې رامنځ ته شوي وضعیت ته په کتو، ډیر شمیر افغانان له سند او مدارکو پرته امریکا ته لیږدول شوي، د امریکا حکومت داسې تدابیر نیولي چې له مخې یې لنډمهاله اقامت ته د وړاندیز پرمهال دغو افغانانو لپاره د کار جواز ته هم وړاندیز ورکول کیږي.

بلخوا په امریکا کې د کار د جواز طی مراحل، د وړاندیز کوونکو سابقې په اړه بې څارو څیړنو ته په کتو، ممکن څو اوونۍ او یا هم حتی څو میاشتې وخت ونیسي.

امریکا غږ هم ددې قانون له مخې، له دې وړاندې راپور ورکړی وو چې ښایي امریکا ته په زرګونه نوې راغلي افغانان، د هغوی د اسنادو د قانوني پړاونو تر بشپړیدو پورې، د میاشتو لپاره د کار اجازه ونلري.

د امریکا حکومت هڅه کوي د امریکا د تابعیت او مهاجرت د خدماتو د ادارې په ګډون اړوندو امنیتي او د مهاجرت د چارو اداراتو ته څانګړې بودیجه ورکړي څو امریکا ته د تازه راغلو افغانانو د اسنادو او د کار او اقامت د ورکړي د بهیر پروسه ګړندۍ شي.

په امریکا کې د کډوالۍ د چارو وکیله دیبا انوري وایي هغه افغانان چې د بشر دوستانه لنډمهاله اقامت اجازه ترلاسه کوي، د کار جواز هم ترلاسه کولی شي.

په امریکا کې د مهاجرینو د حقونو د برخې فعال احمد الله صدیقي وایي هغه افغانان چې د بشر دوستانه هڅو په لړ کې امریکا ته راوستل شوي، په لنډمهاله استوګنځایونو او نظامي مراکزو کې ځای پرځای شوي دي او د کار د اجازې په ګډون د هغوی د اسناد طی مراحل هم پیلیږي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو اداره وایي د بشر دوستانه لنډمهاله اقامت د وړاندیز یو اړین مورد د پاسپورت درلودل دی چې تاریخ یې تیر شوی نه وي او یا هم لږ تر لږه د هویت کارت دی چې د شخص ټول مشخصات پکې وي.

له دې سره ښاغلي صدیقي امریکا غږ ته وویل، هغه افغانان چې تازه امریکا ته داخل شوي، هیڅ ډول اسناد او مدارک نلري او حتی د خپلې زوکړې په تاریخ نه پوهیږي او داسې موارد ممکن یو څه وخت ونیسي.

اټکل کیږي چې تر اوسه د تخلیې د عملیاتو پرمهال ۷۰ زره افغانان له افغانستان څخه امریکا متحده ایالتونو ته راوستل شوي دي او د یو پام وړ شمیر یې اسناد نلري چې هغوی ته به بشردوستانه لنډمهال اقامت او د کار اجازه ورکړل شي.

د امریکا د تابعیت او مهاجرت د خدماتو د ادارې د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې له امریکا څخه بهر دی، د فوري بشري شرایطو له مخې کولی شي په امریکا کې بشر دوستانه لنډمهاله اقامت ته وړاندیز وکړي ، خو دا اداره زیاتوي په افغانستان کې رامنځ ته شوي حالت ته په کتو، امریکا ته د لس ګونه زره کسانو په انتقال سره ، اوس په امریکا کې د هغوی د وړاندیزونو طی مراحل کیږي.

لنډمهاله بشر دوستانه اقامت په امریکا کې د دایمي او قانوني اقامت لاره نده او ددې ډول اقامت درلودونکی شخص هغه ته د ټاکل شوي معیاد په پای کې، اړ دی چې د لنډمهاله اقامت د تمدید او یا هم دایمي اقامت لپاره وړاندیز ورکړي.

XS
SM
MD
LG