د لاس رسي وړ اتصالات

قطر: د طالبانو له موافقې پرته د کابل د هوايي ډګر مسئولیت نه اخلو


د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني

د قطر حکومت وايي‌ چې د طالبانو او نورو دخیلو غاړو له موافقې پرته به د کابل د هوايي ډګر د چارو مسئولیت ونه مني.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږي۲۳) په دوحه کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: «موږ غواړو ډاډه شو چې هر څه واضح او ښکاره شي.. که ټول مسائیل حل نشي، موږ د کابل د هوايي ډګر مسئولیت نشو اخیستلای.»

له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته قطر له طالبانو سره ښه راشه درشه پالي. ښاغلي الثاني‌ همدغه راز وویل: «اوس خبرې روانې دي او غواړو یو تړون ولرو، چې ټولو اړخونو ته واضح وي چې څوک یې تخنیکي او څوک یې امنیتي‌ چارې په غاړه اخلي.»

قطر او ترکیه هغه هېوادونه دي چې د کابل د هوايي ډګر د مسئولیت منلو په اړه یې مشروط تیاری ښودلی دی.

خو د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د نورو هېوادونو همکارۍ ته هم ښايي‌ ضرورت پیدا شي.

تر دې مخکې ترکیې ویلي وو چې طالبان غواړي د کابل هوايي ډګر امنیت په خپله غاړه واخلي او نورې چارې یې انقرې ته وسپاري. خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي وو چې داسې کار امکان نلري او په دې خبرې روانې دي چې ټولې چارې ترکیې ته وسپارل شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: « که اړتیا وه، د نورو هېوادونو سره د همکاریو امکان هم شته، مګر د اوس لپاره یوازې زموږ، د ترکیې او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.»

امریکا د اګست په ۳۱ په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوه او د هغوی له وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګرې ډېرې برخې زیانمنې شوې.

امریکايي چارواکي وايي د تخلیې په ماموریت کې یې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه اېستلي دي.

قطر یو تخنیکي ټیم کابل ته استولی دی چې د هوايي ډګر په بیا فعالېدو کې مرسته وکړي.

دا مهال هلته داخلي پروازونه او د بشري مرستو رسولو لپاره ځینې بهرني پروازونه کیږي خو په بشپړ ډول فعال نه دی. تېره ورځ د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت الوتکه هم کابل ته او له کابل څخه اسلام اباد پرواز کړی و.

XS
SM
MD
LG