د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر د پل علم د لومړۍ حوزې امنیتي امر ووژل شو


شاپور احمدزی د دوشنبې په ورځ په یو وسله وال برید کې ووژل شو
شاپور احمدزی د دوشنبې په ورځ په یو وسله وال برید کې ووژل شو

د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر او د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ پخوانی وياند شاه پور احمدزی په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی وايي چې د ناپېژاندو وسله والو دغه برید نن مازديګر د پل علم ښار د «چوک شهدا» په سیمه کې شوی دی.

نوموړي وويل چې په برید کې شاه پور وژل شوی او د دې حوزې پخوانی آمر خالد يعقوبي ژور ټپي شوی دی.

چارواکي وايي چې شاه پور احمدزی، چې څو مياشتې مخکې د پل علم د لومړۍ امنيتي حوزې آمر ټاکل شوی و، د وروستيو څو کلونو لپاره د لوګر امنيې قوماندانۍ د وياند په توګه دنده ترسره کړې وه.

تر اوسه د ياد برید مسؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

څو ورځې مخکې د لوګر د اقتصاد رئیس هم په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

تر دې مخکې په لوګر په محصلینو باندې موټر بمب برید وشو چې لسګونه کسان یې ووژل او ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG