د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او هاګ د جنګي جرمونو تحقیقاتو کې همکاري‌ کوي


د جرمونو نړیواله محکمه
د جرمونو نړیواله محکمه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې ددې وزارت وزیر محمد حنیف اتمر د جرمونو نړیوالې محکمې له چارواکو سره په افغانستان کې د جنګي جرایمو په اړه خبرې کړي دي.

دوی نن یکشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) د هالنډ د هاګ په ښار کې د جرمونو نړیوالې محکمې په مرکز کې له څارنوالې فاتو بېنوسودا سره لیدلي‌ دي. له ښاغلي اتمر سره د افغانستان لوی څارنوال ذبیح الله هم مل دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دواړو لوریو «د نړیوالو جرمونو د مخنیوي» او ځینو نورو مسائیلو په اړه «د دوه اړخیزو همکارریو» په زیاتولو غږېدلي دي.

د افغان چارواکو او د دغې محکمې د څارنوالې د ملاقات په اړه په ګډې اعلامیې کې د ښاغلي اتمر له خولې ویل شوي‌ دي: «موږ د وړاندې تګ لپاره د لارې په ټاکلو کې پام وړ پرمختګ کړی تر څو ډاډه شو چې هېڅ یو جرم بې سزا پاتې نشي.»

څارنوالې فاتو بېنوسودا ویلي دي چې له افغان حکومت سره به په ګډه کار کوي‌ چې «عدالت په ښه شکل پلی شي».

دغه محکمه له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا په افغانستان کې د جنګي جرمونو ادعاوې څېړي چې «حکومتي ځواکونه، طالبان،‌ د امریکا په مشرۍ د ایتلاف سرتېري» او نور وسله وال په کې دخیل بلل کیږي.

دغې محکمې په ۲۰۲۰ کې دا اعلان وکړ او افغان حکومت له دغه اعلان وروسته وویل چې ځینې جنګي مشکوک جرایم به دوی په خپله وڅېړي او له محکمې یې وغوښتل چې خپل تحقیقات وځنډوي.

د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت د دغې محکمې دا پرېکړه غندلې وه او په څارنوالې فاتو بېنوسودا او د محکمې په ځینو نورو غړو یې بندیز ولګوه.

د جرمونو نړیواله محکمه په خپلو غړو هېوادونو کې جنګي‌ جرایمو په اړه تحقیق کولی شي.‌ امریکا د دغې محکمې غړې نه ده.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې له افغانستان څخه د مۍ په لومړۍ نېټه د بهرنیو ځواکونو وتل پيل شوي او د روان کال د سپتمبر په میاشت کې به بشپړ شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی او ولسي افغانان زیانمن شوي‌ دي.

تېره ورځ په کابل کې په یوې چاودنې کې لسګونه کسان ووژل شول.‌ تر هغه مخکې په لوګر کې هم په یو موټر بمب برید کې لسګونه کسان ووژل شول. افغان چارواکي وايي د پېښې قربانیان ملکیان دي.

XS
SM
MD
LG