د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل او لوګر بریدونه؛ سه شنبه افغانستان کې ملي ماتم دی


په کابل کې په یو ځانمرګي برید کې د وژل شوي ملکي کس جنازه
په کابل کې په یو ځانمرګي برید کې د وژل شوي ملکي کس جنازه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل او لوګر ولایتونو په بریدونو کې د لسګونو افغانانو د وژل کیدو له کبله را روانه سه شنبه مۍ ۱۱ ملي ماتم اعلان کړ.

ښاغلي‌ غني نن یکشنبه مۍ ۹ (غوايي ۱۹) په یو ویدیويي‌ پیغام کې د کابل او لوګر بریدونه په کلکه وغندل. د هغه دا ویدیو د ارګ په فیسوک پاڼه خپره شوې ده.

هغه وویل چې په لوګر کې په ترهګریز برید کې د بې ګناه محصلینو او په کابل کې په تروریستي برید کې د متعلمو نجونو «د شهادت په درناوي د سه شنبې ورځ ملي ماتم» اعلانوي.

په ویدیو کې د ښاغلي‌غني تر څنګ د هغه دواړه مرستیالان امرالله صالح او سرور دانش هم ولاړ دي.

ښاغلي‌ غني وویل چې د ارګ په جومات،‌ د افغانستان په نورو ولایتونو او له هېواد څخه دباندې به د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د دغو پېښو «شهیدانو ته» دوعاوې کیږي.

هغه همدغه راز وویل چې خپلو مرستیالانو ته یې دنده سپارلې چې د قربانیانو له کورنۍ سره نقدي مرستې وکړي. ښاغلي‌ غني وویل چې د کابل په برید کې د نجونو د زیانمن شوي «سید الشهدا»‌ ښوونځي‌ د ژر تر ژره رغېدو لارښوونه یې هم کړې ده.

ولسمشر غني په خپل دغه ویدويي‌ پیغام کې طالبانو ته هم خبرداری ورکړ چې « باید پوه شي چې جګړې له لارې خپلو شومو اهدافو ته نشي رسېدلی. او که چېرې زموږ د بې ګناه خلکو له وژلو لاس وانخلي، نه یوازې دا چې د هغوی په وړاندې به د خلکو نفرت لا زیات شي، ‌بلکې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هېواد په هره سیمه او ګوښه کې سخت وځپل شي».

ښاغلي غني بیا تاکید وکړ چې حکومت یې د سولې لپاره ژمن دی.

د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د «سیدالشهدا» د نجونې ښوونځي‌ ته نژدې چاودنه وشوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا شاوخوا ۵۰ تنه په کې وژل شوي او ۱۰۰ نور ژوبل دي. وایي ټول یې ملکي کسان دي.

تر دې مخکې تېره اونۍ په لوګر کې په محصلینو موټر بمب برید وشو او شاوخوا ۲۵ کسان یې ووژل شو.

افغان حکومت وايي چې دا بریدونه طالبانو کړي دي. طالبانو د کابل په برید کې خپل لاس لرل رد کړي‌ او د لوګر د برید رسمي‌ مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG