د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر د اقتصاد رئیس د طالبانو برید کې وژل شوی ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

امنيتي چارواکي وايي چې د لوګر ولايت د اقتصاد رئیس د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت نن یکشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) امريکا غږ ته وویل چې رئیس عبدالمنان سعيدي د کابل- لوګر پر لويه لاره د پل علم اړوند د «قلعه بلند آب» په سيمه کې وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې سعيدي په خپل شخصي موټر کې دندې ته پر لاره و چې شاوخوا لس نیمې بجې يې وسله والو طالبانو موټر درولی او بيا يې ويشتلی دی.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ امريکا غږ ته وویل چې عبدالمنان سعيدي د تېرو پنځو کلونو راهيسې د دغه ولايت د اقتصاد رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

تر دا مهاله طالبانو په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

د لوګر ولایت د اقتصاد د رئیس داسې مهال وژل کیږي چې روانه میاشت په دغه ولایت کې د موټر بمب په یو برید کې لسګونه کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG