د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د کابل-ننګرهار د بریدونو په اړه د خلیلزاد څرګندونو ته غبرګون ښودلی


ارګ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستيو څرګندونوته په غبرګون کې ویلي د کابل او ننګرهار په وروستیو بریدونو کې د طالبانو له لاس لرلو څخه انکار د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دی.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د ښاغلي‌ خلیلزاد تر څرګندونو څو ساعته وروسته پر خپل ټوېټر ولیکل چې د کابل ښار په لوېدیځ برچي سیمه کې پر ۱۰۰بستریز روغتون برید لا ډيرو څېړنو ته اړتیا لري.

ښاغلي خلیزاد نن جمعه مې۱۵(غويي۲۶) په خپل ټوېتر لیکلي چې د امریکا متحده ایالاتو د ازرونو له مخې د کابل او ننګرهار مرګونې بریدونه داعش ډلې کړي دي.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي لیکلي دي: "دومره ژر او په عجله د طالبانو ډلې ته په خونړیو بریدونو کې له لاس لرلو برائت نشي ورکولای. په کابل کې په سل بستریز روغتون برید زیاتو څېړنو ته اړتیا لري او امنیتي بنسټونه ورباندې کار کوي."

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې داعش د دا ډول بریدونو په تر سره کېدو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون مخالفت او هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څیر فرقوي جګړه وپاروي.

د کابل او ننګرهار په بریدونو کې د نویو زېږدلو ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ تنه ووژل شول او ۹۰ تنه نور ټپیان شول.

ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې افغانان باید په خپل یوالي سره د داعش ګواښ ته ځواب ووايي: "نورې پلمې نشته. افغانان، او نړۍ، تر دې د ښو مستحقه دي."

خو د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي زیات کړې چې د جګړې لاره طالبانو انتخاب کړې ده.

صدیق صدیقي لیکلي: "د افغانستان دولت هیڅ وخت د سولې پروسې څخه شاتګ نه دی کړی، بلکې په هیواد کې پایداره او باعزته سولې ته ژمن دی او اساسي ګامونه یې هم اخیستي دي. زموږ نیت سوله ده او هیڅوک دې زموږ په نېت شک نه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې د کابل او ننګرهار د بریدونو، تنظیمونکي او تمیلوونکي باید محکمې ته را کش شي.

د دغه شورا غړو په یوې اعلامیې کې په کابل کې پر روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونه «فجیع او بزدلانه» بللي او هغه یې په سختو ټکو غندلي دي.

XS
SM
MD
LG