د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ارزونو له مخې د کابل او ننګرهار بریدونه داعش کړي ـ خلیلزاد


خلیلزاد وايي افغانان باید د دغه ګواښ پر ضد سره متحد شي.
خلیلزاد وايي افغانان باید د دغه ګواښ پر ضد سره متحد شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د امریکا متحده ایالاتو د ارزونو له مخې په کابل او ننګرهار کې وروستي مرګونې بریدونه داعش کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد د جمعې په ورځ مې۱۵(غويي۲۶) پر خپل ټوېټر لیکلي چې داعش د دا ډول بریدونو په تر سره کېدو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې یو تړون د رامنځته کېدو مخالفت کوي او همدارنګه یاده ډله هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څیر فرقوي جګړه وپاروي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې: "د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده."

دغه مرګونې بریدونه چې مسؤلیت یې لا تر دامهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، د نوو زېږدلو ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ تنه ووژل شول او ۹۰ تنه نور ټپیان شول.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړي استازي په ټینګار سره ویلي چې د داعش دام ته د لوېدو او سولې پر وړاندې د خنډونو جوړولو پر ځای افغانان باید په یووالې سره د غه ګواښ ته ماتې ورکړي.

هغه همدارنګه زیاته کړې "نورې پلمې نشته. افغانان، او نړۍ، تر دې د ښو مستحقه دي."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی پر داسې مهال د کابل او ننګرهار بریدونه د داعش کار بولي چې افغان حکومت تر دې مخکې د دغو بریدونو مسؤلیت پر طالبانو اچولی او ولسمشر غني یادو بریدونو ته په غبرګون کې افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د طالبانو پر ضد تعرضي عملیات پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې د کابل او ننګرهار د بریدونو، تنظیمونکي او تمیلوونکي باید محکمې ته را کش شي.

د دغه شورا غړو په یوې اعلامیې کې په کابل کې پر روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونه یو «فجیع او بزدلانه» بللي او هغه یې په سختو ټکو غندلي دي.

XS
SM
MD
LG