د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت طالبان وروستیو بریدونو ته د زمینې په برابرولو مسول بللي


طالبانو په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.
طالبانو په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې طالبان په افغانستان کې د وروستیو بریدونو لپاره د زمینې په برابرولو کې مسول دي.

د دغه سفارت مرستیالې کرین دیکر د چهارشنبې په ورځ د مې په ۱۳ (غويي ۲۴) په یوې ویډیويي اړیکه کې د جمهوررئيس دویم مرستیال سرور دانش سره په افغانستان کې د تروریستي ډلو له خوا د تاوتریخوالي پر زیاتېدو، د سولې پروسې او له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت پر اقداماتو خبرې کړي.

د ښاغلي دانش له دفتر څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې د آغلې دیکر له قوله ویل شوي چې د تاوتریخوالي د کمولو او سولې ته د رسېدو لپاره باید ژر تر ژره بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي.

همداشان د امریکا د سفیر مرستیالې په کابل او ننګرهار کې پرونیو بریدونو ته په اشارې ویلي: "طالبانو د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی، خو دوی مسول دي چې د تاوتریخوالي او داسې بریدونو لپاره یې زمینه برابره کړې ده".

آغلې دیکر په کابل کې پر سل بستریز روغتون برید چې په کې نويو زېږېدلو ماشومانو، ښځو او روغتیايي کارکوونکو ته مر‌ګ‌ژوبله واوښته "وحشیانه" عمل بللی دی.

د امریکا د سفیر مرستیالې د طالبانو د برېدونو زیاتوالي ته په پاملرنې له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته د افغان ځواکونو د وتلو په اړه د جمهور رئيس غني فرمان د پوهېدو وړ بللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال سرور دانش دانش ویلي چې طالبان د بریدونو لپاره د زمینې په برابرولو کې مسول دي او پر وینا یې د دغې ډلې یو شمیر شبکې اوس له داعش سره همکاري کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم نن د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، طالبان په ټولو هغو بریدون کې په یو ډول لاس لري چې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبان د یوې اعلامیې په نشرولو سره د دغو بریدونو له مسؤلیت څخه ځان نشي خلاصولی.

ښاغلي صدیقي وویل: "طالبانو د لسګونو تروریستي ډلو لپاره چې د طالبانو تر سیوري لاندې فعالیت کوي یو ډاډمن فُرصت برابر کړی دی. طالبان لا هم له القاعده، حقاني او نورو شبکو سره نه شلېدونکې اړیکې لري او دا ډله ترې انکار نشي کولی".

خو تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې طالبانو په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي او غندنه یې کړې ده.

په اعلامیې کې له طالبانو او افغان حکومت څخه غوښتنه شوې چې د عدالت میز ته د دغو بریدونو د عاملینو د راکشولو لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG