د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: طالبان له بریدونو نه په انکار ځان له مسؤلیته نشي خلاصولی


تر اوسه د کابل او ننګرهار د بریدونو مسؤلیت چا نه دی منلی
تر اوسه د کابل او ننګرهار د بریدونو مسؤلیت چا نه دی منلی

په کابل او ننګرهار کې تر مرګونو بریدونو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، طالبان په انکار کولو سره د دغو بریدونو له مسؤلیت څخه ځان نشي خلاصولی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبه مې ۱۳(غوايي۲۴) په کابل او ننګرهار کې پرونیو مرګونو بریدونو ته په غبرګون کې وویل چې طالبان خپل بقا د تاوتریخوالې په دوام کې ویني او تر دامهاله یې د سولې په اړه هم کوم نېک نیت نه دی ښودلی.

هغه وویل: "وسله وال طالبان په هیڅ صورت ځان له تروریزم او په وروستیو څو ورځو کې په کابل او ولایتونو کې د تر سره شوو تروریستي بریدونو څخه نشي جلا کولای، د اعلامیې په ورکولو له مسؤلیت څخه انکار کول، د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دي."

پرون سې شنبه په کابل کې پر «سل بسرتریز ملي روغتون» ډله ییز او ننګرهار کې د جنازې پرمهال ځانمرګي بریدونو کې ۵۶ تنه ووژل شول او نژدې ۹۰ تنه ټپيان شول.

که څه هم وسله والو طالبانو په دغو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي، خو افغان حکومت وايي، د یادو بریدونو تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی.

افغان حکومت وايي چې د سولې په اړه یې خپل مسؤلیت ادا کړی او اوس د طالبانو نوبت دی چې پر خپلو کړنو له سره غور وکړي.

صدیقي ټینګار وکړ چې د سولې په وړاندې تر ټولو اصلي خنډ له نورو تروریستي ډلو سره د وسله والو طالبانو اړیکې دي.

د هغه په خبره، طالبان فکر کوي که چیري له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي، موجودیت یې تر سوال لاندې راځي چې په وینا یې له همدې امله د امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره تاوتریخوالی کوي.

ولسمشر غني هم د کابل او ننګرهار پرونیو بریدونو ته په غبرګون کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې له دفاعي څخه راووځي او طالبانو پر ضد تعرضي عملیات پيل کړي.

طالبانو د جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګندونو ته په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د دغې ډلې او امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ په دوحه کې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته افغان حکومت د سولې د بهیر پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي دي.

دا اعلامیه وايي" اسلامي امارت قطعات د دښمن هرډول تحرکاتو او تعرض پر وړاندې کلکه امادګي لري له خپلو خلکو سنګرونو څخه به کلکه دفاع وکړي

پر همدې مهال د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم نن چهارشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د تیرو دوو نیمو میاشتو راپدېخوا (۱۰ حوت ۱۳۹۸ تا ۲۲ ثور ۱۳۹۹)وسله والو طالبانو په افغانستان کې ۳۷۱۲ بریدونه تر سره کړی دي.

دغه ریاست ویلي چې په دغو بریدونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون ۴۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۴۸ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي په داسې حال کې افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کي و، د طالبانو د بریدونو د دفع کولو په خاطر۱۵۹۳ بریدونه تر سره کړي دي. چې په وینا یې ۲۱۳۴ یې طالبان یې وژلي،۱۶۹۱ یې ټپیان شوي او ۱۷۳ نور یې نیول شوي دي."

په افغانستان کې په تیرو دوو اونیو کې په جګړو کې زیاتوالی راغلی دی. طالبانو د اوږدې مودې وروسته په څو ولایتونو کې پر افغان امیتي ځواکونو د بریدونو مسولیت هم په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG