د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ارغنداب ولسوالي له وسله والو پاکه شوې ـ چارواکي


طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلی.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلی.

د کندهار امنیتي مقامات وايي چې ځانګړو افغان ځواکونو ارغنداب ولسوالي د وسله والو له شتون څخه پاکه کړې او اوس د سړک د غاړې ماینونو د له منځه وړلو عملیات پيل شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي نن جمعه نومبر شپږمه(لړم۱۶) امریکا غږ ته وويل چې تیره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په بیلا بیلو برخو کې پر وسله والو بریدونه شوي چې وسله وال په بشپړه توګه له سیمې څخه وتلي.

هغه وويل:"په ارغنداب کې زموږ تصفیه وي عملیات دوام لري تیره شپه ۱۵ وسله وال په هوايي بریدونو کې وژل شوي د عملیاتو له پای ته رسیدو سره به ملکي خلک خپلو سیمو ته ستانه شي."

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي خلیل احمد مجاهد هم امریکا غږ ته وويل چې په سیمه کې اوس لوی ګواښ د سړک د غاړې د ماینونو دی چې د ملکي خلکو د تګ راتګ لارې يې تړلي دي.

هغه زیاته کړه:"د ماینونو د بشپړه تصفيې تر وخت پوري به بېځایه شوي کډوال خپلو سیمو ته ستانه نشي او موږ له ګډو افغان قواوو څخه غوښتي چي پدې برخه کې زیات کوښښ وکړي."

خو د چارواکو په وینا د کندهار په بله ولسوالي پنجوايي کې لاهم جګړې په شدت سره دوام لري او حکومتي ګډ ځواکونه هڅه کوي چې له لاسه وتلې سیمې بیرته تر خپلې ولکې لاندي را ولي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو د معلوماتو په اساس په ارغنداب، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د جګړو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG